د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پارلمان د امریکايي رسنیو د فعالیت په اړه پلټنه کوي


د روسیې مشرانو جرګه وايي چې په روسیې کې به د امریکايي مطبوعاتو د فعالیتونو په اړه پلټنه او تحقیقات کوي.

دا اقدام داسې مهال اخیستل کیږي چې د امریکا په ځینو مسایلیو کې د روسیې او د روسیې د ځینو مطبوعاتو د مشکوکې مداخلې په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

اسوشیټدپرس د روسیې د دوما ویبسایت په حواله وايي د روسیې پارلمان نه دي ویلي چې څنګه به دا تحقیقات کوي او د تحقیقاتو د نتیجې نه وروسته به کوم اقدام کیږي.

د روسیې د پارلمان یو غړي کنستنتین زتولین وویل " دا کار د هغو امریکايي سیاستوالو په ځواب کې کوو چې په سیستماتیک ډول د روسیې مطبوعات د امریکا په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنوي".

د روسیې د مشرانو جرګې په یوې اعلامیه کې هغې خبرې ته هم اشاره شوې چې ښايي د امریکا د عدليې وزرات د روسیې د انګلیسي ژبې تلویزون آر ټي د فعالیت په اړه پلټنه وکړي چې د امریکا د بهرنیو شرکتونو د ثبتت او راجسرت قانون خو به یې نه وي مات کړی.

د روسې پارلمان نه دي ویلي چې د امریکا څومره تلویزونونه، راډیوګانې، ویبسایټونه او ورځپانې په روسیې کې فعالیت کوي، مګر څه موده مخکې په اروپا کې په یوې غونډې ځیني امریکایي سیاستوالو د روسې د آر ټي تلویزون د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلې وې او ویلي وو چې دا تلویزون په ښکاره روسیې ته کمپاین کوي.

XS
SM
MD
LG