د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې هايپرسونیک راکټ آزمویلی دی


آرشیف
آرشیف

د روسیې ولسمشر واېې چې پوځیانو یې د اوانګارد (Avangard) په نوم یو هایپرسونیک راکټ په بریالیتوب آزمویلی دی. دغه راکټ د اټومي سروکو د لېدږدولو قابلیت لري.

ولسمشر ویلادمیر پوتین چې آزماېښت له نږدې څاره، وویل نوی راکټ تعقیب کېدای نه شي او د څو لسیزو لپاره د روسیې امنیت خوندي کولی شي.

هغه وویل چې دا "ملت لپاره د نوي کال عالي ډالۍ ده."

راکټ د چهارشنبې په ورځ [ډېسامبر ۲۶] د اورال په غرونو کې د ډومباروفسکي له پوځي ادې وتوغول شو. ولسمشر پوتین وویل راکټ خپل هدف چې ۶۰۰۰ کېلومتره لېرې موقیعت درلود، ویشتلی دی.

روسي چارواکي وایې چې د اوانګارد راکټ به په راتلونکي کال کې د روسیې د سټراټيژیکو وسلو په لیست کې شامل شي.

د امریکا د دفاع وزارت هم د هایپرسونیک وسلو په جوړولو کار کوي. چارواکو خبرداری ورکړی مسکو ددغو وسلو په آزمایلو کې تر واشنګتن مخکې شو.

XS
SM
MD
LG