د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: روسیه له طالبانو سره د اړیکو‌ په رغېدو کار کوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اومه) وویل روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې ورغوي.

ښاغلي پوتین د تاجیکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره په ملاقات کې زیاته کړه چې مسکو همدارنګه د افغانستان په حکومت کې د ټولو قومونو استازو د ګډون غوښتنه هم کوي.

ښاغلي پوتین د تاجیکستان په پلازمینه دوشنبې کې وویل:" موږ هر کار کوو چې په هغه هیواد [افغانستان] کې وضعیت نورمال شي. موږ له سیاسي واکمنانو سره اړیکو د رغېدو هڅه کوو چې حالت کنټرول کوي."

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دغه څرګندونې د اوکراین د جګړې راوروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې د تاجيکستان له جمهور رئیس امام علي رحمان سره په لیدنه کې وکړې.

تاجیکستان چې د روسي ځواکونو د یو نظامي مرکز کوربه دی، له افغانستان سره شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره پوله لري او له دې مسیر څخه د اسلامپاله تندلارو د احتمالي نفوذ په اړه اندیښنه لري. تاجیک ځواکونه اکثریت وختونه له افغان قاچاق وړونکو سره هم په نښته اوښتي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره یو شمیر کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې چې کیدای شي د پخواني شوروي اتحاد بیوزله هیواد تاجکستان بې ثباته شي.

سره له دې چې روسیې د طالبانو ډله د یوې تروریستي ډلې په توګه نوموړلې ده خو طالبان په روسیه کې استازی لري او د طالبانو یو پلاوي په دې وروستیو کې د هغه هیواد‌ د سنټ پیټرزبرګ په اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړ.

ټاکل شوېده د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ جون ۲۹ د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې د کسپین سمندرګي د هیوادونو په یوې غونډه کې ګډون وکړي.

سره له د چې طالبان د دوام ځل لپاره د ۲۰۲۱ میلادي‌کال کې پر افغانستان بیا واکمن شوي خو یاده ډله د پاکستان په ګډون تر اوسه هیڅ‌ هیواد په رسمیت پيژندلې نده.

له بشري حقونو څخه سرغړونه، پر ښځو د محدودیتونو راوستل، د پخوانیو پوځیانو وژل، د همه شموله حکومت نه جوړیدل، له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته د نجونو نه پریښودل او له ترهګرو ډلو‌ په خاص ډول القاعده سره د اویکو درلودل هغه موارد دي‌ چې نړۍ تر اوسه د طالبان حکومت په رسمیت پيژندلی ندی.

XS
SM
MD
LG