د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډیو هیوادونو کنفرانس جوږیږي 


کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې د ورځې مارج ۲۴ سفر
کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې د ورځې مارج ۲۴ سفر

ټاکل شوې چې د راروانۍ اونۍ په پای کې د چین په کوربتوب د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو دوه ورځنی کنفرانس جوړ شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي ته هم په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او ټاکل شوې په کې برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیرې فبرورۍ میاشتې په سر کې په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي و، چې د افغانستان شپږ ګاونډي هیوادونه به د مارچ په ۳۰ مه او ۳۱ مه په چین کې په یو کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د چین د کنفرانس دمخه د افغانستان د شپږو ګاونډیو پاکستان، ایران، چین، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې او بیا د تیر۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې په تهران کې په ورته کنفرانسونو کې ګډون کړی وو.

تیره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کابل ته او اوړمه ورځ اسلام اباد ته سفر کړی و. کابل ته د وانک يي د سفر پر مهال افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم کابل ته سفر کړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي کابل کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي مسلو ترڅنګ په امنیتي مسلو هم خبري کړي دي. د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د چین او روسیې لوړپوړو چارواکو سره په کتنو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد په خلاف ونه کارول شي.

د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وايي، چې چین د یوې خوا د افغانستان په طبیعي زیرمنو کې پانګونې ته لیواله دی او د بلې خوا په افغانستان کې امنیتي اندیښنې هم لري: "چین افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي روابط غواړي. چین غواړي د افغانستان له کانونو استفاده وکړي غواړي ډاډمن شي چې مخالفین یې د امنیت له پلوه د افغانستان له لارې ونه ګواښوي ... یعنی چین هم اقتصادي او هم امنیتي اهداف لري".

د چین کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې نړۍ پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل څخه د زیږدیدلي بشري ناورین سره مخ ده او ډیرو هیوادونو یا یې د روسیې پر خلاف او یا هم د روسیې په ملاتړ دریځ نیولی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي کابل ته د چین او روسیې د لوړپوړو چارواکو سفر هم د اوکراین د جګړې پورې مربوط ګڼي او وايي، چې د دغې جګړې مخالف او موافق هیوادونه هڅه کوي د هغو هیوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړي چې تراوسه یې د بیطرفۍ دریځ یې خپل کړی دی. دې وايي، چې نړۍ یو ځل بیا په دوو قطبونو ویشل شوې ده.

ښاغلي سجادي وویل: "خو د طالبانو د حکومت په اړه باید وویل شي، چې د طالبانو حکومت په یو حساس او ماتیدونکي وضعیت کې دي د طالبانو د حکومت د جوړیدو اومه میاشتې وروسته اوس هم نړیوالې ټولنې دا حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د همدې له امله طالبان ډیر زیات دې ته اړ دي چې حکومت یې په رسمیت وپیژندل شي او ددغه ناڅرګند وضعیت څخه ووځي".

ښاغلی سجادي وايي، چې د طالبانو حکومت لپاره هم دا ډیره مشکله ده چې پریکړه وکړي په کومه خوا لاړ شي ځکه په هر لورې تګ خپلې ستونزې لري د ښاغلي سجادي په وینا د همدې له امله طالبان هڅه کوي چې بیطرفه پاتې شي.

په چین کې دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، د اوم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدلو له امله د طالبانو حکومت باندې په نړیواله کچه انتقادونه زیاد شوي او د دغه حکومت څخه ژر ترژره د نجونود ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په نړیواله کچه غوښتني شوي دي.

طالبانو حکومت د نوي کال په درییمه ورځ افغانستان کې د ژمي د رخصتۍ وروسته ښوونځي پرانیستل خو د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځي یې د نجونو د حجاب په برخه کې د یوې پالیسۍ تر جوړولو همداسې بند پریښودل.

XS
SM
MD
LG