د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې د یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي


د روسیې په تاتارستان سیمه کې د یوې روسۍ الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا الوتکه چې د پاراشوتانو یوه ډله پکې سپاره وو نن یکشنبه اکتوبر لسمه (تلې ۱۸) تر پورته کېدو وروسته غورځېدلې ده.

د روسیې د بېړنو چارو وزارت ویلي چې د طیارې غورځېدو پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې وزارت په وینا په دغه الوتکه کې ۲۰ تنه پاراشوټ بازان دوه عمله سپاروه. د روسیې روغتیايي چارواکو د شپږو تنو ټيي شویو روغتیايي حالت نازک بللی دی.

د تاتارستان والي رستم مینيخانوف وویل، دغه الوتکه کله چې ۷۰ متره پورته شوه پیلوټ د الوتکې د چپ اړخ ماشین له کاره لویدلو خبر ورکړ او د مینزیلینسک ښار ته نژدې یې د بیړنۍ ناستې هڅه وکړه.

خو د هغه په وینا د کښته کیدو په وخت د الوتکې چپ وزر د یوې نقلیې وسیلې سره ټکر وکړ او نسکوره شوه.

دا د مینزیلینسک ښار د هوایي کلوپ یوه دوه ماشین لرونکې ال-۴۱۰ توربولټ الوتکه وه چې د لنډ واټن الوتنې یې کولې.

ددې پیښې د یو پلټونکي په وینا دغه هوایي کلوپ د پیښې په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پدې وروستیو کلونو کې د روسیې د هوایي چلند امنیتي معیارونه سخت شوي خو دغه ډول پیښې په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې لا هم پیښیږي.

XS
SM
MD
LG