د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د 'زعفرانو بابا' مړ شو


حاجي محمد اکبر په افغانستان کې د زعفرانو له بنسټ ایښودونکو څخه بللی دی
حاجي محمد اکبر په افغانستان کې د زعفرانو له بنسټ ایښودونکو څخه بللی دی

په هرات کې چارواکي‌ وايي‌ د حاجي محمد اکبر په نوم هغه افغان کروندګر مړ شو چې د افغانستان د «زعفرانو په بابا» مشهور و.

حاجي محمد اکبر یو له هغو کسانو څخه و چې د لومړي ځل لپاره یې په هرات ولایت کې د زعفرانو کر کیله ترویج کړه او تیره شپه په دغه ولایت کې مړ شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست نن سه شنبه سپتمبر۱۵(وږې۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان د زعفرانو بابا ۲۵ کاله په هیواد کې د زعفرانو د کرکېلي او ترویج په برخه کې هلې ځلې کړي او د افغانستان زعفرانو ته یې سیمه ییز او نړیوال شهرت ورکړ."

د افغانستان جمهوري ریاست د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه بللې ده.

د افغانستان کرنې وزارت هم حاجي محمد اکبر په افغانستان کې د زعفرانو له بنسټ ایښودونکو څخه بللی دی.

کرنې وزارت ویلي چې د نوموړي د هڅو په نتیجه کې د افغانستان زعفرانو د کیفیت له پلوه غوره ځای خپل کړ او افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو په دوهم تولیدوونکي هیواد بدل شو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تير کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۹ټنه زعفران تولید شوي وو.

د افغانستان زعفران
د افغانستان زعفران

د کرنې وزارت د معلوماتو له‌مخې سږکال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۷۵۵۷ ځمکه باندې د زعفرانو کښتونه شوي و چې نسبت تېر کال ته یې تولید ۲۲ سلنه زیات شوی و.

تېر کال پر ۶۲۷۲ جریبه ځمکه باندې د زعفرانو کښتونه شوي وو چې د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس ۱۶ ټنه زعفران ورڅخه تر لاسه شوي و.

د افغانستان زعفران تر دا مهاله د امریکا، هند او ترکیې ترڅنګ یو شمېر اروپايي هیوادونو ته هم صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG