د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال افغانستان کې د 'زعفرانو' حاصلات نژدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال په دغه هیواد کې د زعفرانو حاصلات نژدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه فبروري دریمه (سلواغې ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ۱۳۹۹ کال کې په دغه هیواد کې پر نژدې ۷۹۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.

په اعلامیه کې د کرنې وزارت د ویاند اکبر رستمي له قوله ویل شوي چې ددغو زعفرانو له جملې نه: "د هرات په ولایت کې۷۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې وو او په ټولیزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي."

نوموړي زیاته کړې چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي چې په وینا یې د هېواد ترټولو ډېر زعفران پکې تولید شوي دي.

د کرنې وزارت په وینا په افغانستان کې د زعفرانو د کر کیلي دودېدو په ډيرو ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت ځای نیولی او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه شوی دی.

د افغانستان زعفران د امریکا په ګډون د سیمې او اروپايي هیوادونو ته هم صادر شوي دي.

تیره میاشت د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وویل چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یعنې لومړی مقام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG