د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: پنځو میاشتو کې په کابل کې د ۸۰۰ چاودنو مخه نیول شوې


د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان د جمهوري رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې په ځینو مواردو کې استخباراتي ناکامي د خونړیو بریدونو لامل شوې خو ټینګار کوي چې افغان ځواکونو په تیرو پنځو میاشتو کې په کابل کې د سلګونو چاودنو مخه نیولې ده.

ښاغلي صالح په ارګ کې د "جومات اونۍ" په غونډه کې د کابل په لویدیځ کې وروستي برید ته په اشارې وویل څیړنې ښيي چې دغه برید طالبانو کړی دی.

هغه زیاته کړه: "دا چې کله ناکله استخباراتي ناکامي د دا ډول ناورین لامل کېږي خو په یاد ولرئ چې یوازې په تیرو پنځو میاشتو کې په کابل کې د بم ځای پر ځای کولو ۸۰۰ پلانونه شنډ شوي دي".

ښاغلي صالح وویل د سیدالشهدا د ښوونځي مخې ته چاودنه تصادفي نه وه بلکې ورته پلان نیول شوی و او زیاته یې کړه چې د ښونځي مخې ته یو موټر بم درول شوی و او دوه ماینونه یې دوو خواو ته ځای پر ځای شوي و او د دې لپاره چې خلکو ته زیاته مرګ‌ژوبله واوړي د موټربم له چاودنې وروسته ماینونو ته چاودنه ورکړل شوه.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال ډاډ ورکړ چې په کابل، لوګر او زابل ولایتونو کې به د وروستیو چاودنو عاملین ژر ونیول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

ښاغلي صالح همداشان پر پاکستان نیوکه وکړه چې حتا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر د کابل برید وغنده، خو "په پاکستان کې له یو ملا او جومات" څخه هم د دغه خونړي برید د غندنې غږ پورته نشو.

د افغانسان جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې په کابل، لوګر او زابل کې د طالبانو بریدونو او همداشان په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې وویل چې طالبان د زور له لارې په خلکو باندې خپلې غوښتنې تحمیلولی نشي.

ښاغلي غني وویل چې د تروریستي بریدونو په تور نیول شویو کسانو ته به د شریعت د احکامو له مخې سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG