د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د کعبې د طواف سیمه بېرته پرانیستله


سعودي د کرونا ویروس له ویرې د عمرې حج ځنډولی
سعودي د کرونا ویروس له ویرې د عمرې حج ځنډولی

د سعودي حکومت چې څو ورځې مخکې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د زیارت کوونکو پر مخ د کعبې مهمې سیمې وتړلې، اوس یې مطاف بېرته پرانیست.

د سعودي پاچا سلمان د شنبې په ورځ (مارچ۷) امر وکړ چې د کعبي"مطاف" دې زیارت کوونکو ته بېرته پرانیستل شي. مطاف له کعبې د چارچاپیره ګرځېدو او طواف کولو سیمه ده، البته دا طواف د عمرې د حج لپاره نه دی.

د سعودي چارواکو همدا اونۍ کعبه او ورڅېرمه سیمې د هغو کسانو پر مخ وتړلې چې د عمرې د حج لپاره تللي. صفا او مروا لا هم تړلي دي او سعودي یې د بیا پرانیستلو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د سعودي عربستان په دغه اقدام سره دا اندېښنه هم پیدا شوې ده چې ښايي د حج سږني مراسم هم له ستونزو سره مخامخ شي. د سعودي حکومت په مدینه او مکه کې د لمونځ کولو اجازه ورکوي خو د عمرې د حج مراسم یې ځنډولي دي.

سعودي عربستان له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې له چین وروسته په نورو هېوادونو کې هم د کروناویروس پېښې خپرې شوې.

سعودي ته هرکال میلیونه خلک د عمرې او حج لپاره ورځي چې هغه هېواد ته یې د کرونا ویروس د انتقالولو ویره زیاته کړې ده.

د کرونا ویروس لومړی په چین کې پيدا شو او اوس د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پرې شاوخوا ۱۰۰زره خلک اخته او څه باندې ۳۳۰۰ نور کسان مړه شوي دي.

د دغه ویروس له کبله د نړۍ اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

په همدې حال کې امریکا د دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ۸.۳ میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي. په امریکا کې ۱۲ کسان مړه شوي او لسګونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG