د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس تلفات له ۳۳۰۰ واوښت


د کرونا ویروس ډېر قربانیان په چین کې دي
د کرونا ویروس ډېر قربانیان په چین کې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا ویروس تر دې دمه شاوخوا ۳۳۰۰ کسان مړه کړي او ۹۸۰۰۰ نور پرې اخته دي.

د کرونا ویروس واتیکان ته هم ورسېده. د واتیکان چارواکو د جمعې په ورځ (مارچ۶) اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې یو کس د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

د واتیکان ویاند ماتیو بروني وایي چې په واتیکان کې صحي کلینک تړل شوی دی خو عاجلې خونې پرانیستې دي. هغه په کروناویروس د اخته کس په اړه نور معلومات ورنکړل.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د واتیکان مذهبي مشر پاپ فرانسېس هم معاینه شوی او د کرونا په ویروس اخته نه دی.

په کامېرون کې هم د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. د دغه هېواد د روغتیا وزارت وايي چې دا کس د فرانسې دی، ۵۸ کلن دی او تېره میاشت یې دغه هېواد ته سفر کړی و.

په فلسطین کې هم د کرونا ۷ پېښې ثبت شوې دي. د فلسطین مشر محمود عباس د جمعې په ورځ اضطراري حالت اعلان کړ او یوه میاشت یې ښوونځي وتړل.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له چین پرته په نورو هېوادونو کې هم دا ویروس خورا زیات خپور شوی او ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

په چین کې په تازه پېښو کې ۱۴۳ نور کسان هم په دغه ویروس اخته شوي دي. په دغه هېواد کې ډېر ناروغان له روغتونونو رخصت شوي دي او په یو شمېر سیمو کې کاروبار بېرته عادي بڼه غوره کړې.

د چین ولسمشر ژي جي پېنک جاپان ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی. جاپان اعلان کړی دی چې ټول بهرنیان به قرنطینوي.

له چین پرته جنوبي کوریا دویم هېواد دی چې ډېر کسان په کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي. آسترالیا، ایران او چین له جنوبي کوریا سره خپل پروازونه بند کړي دي. اندونیزیا هم د جنوبي کوریا له ځینو ښارونو سره پروازونه بند کړي دي.

په ایران او ایټالیا کې هم د ویروس له ویرې ښوونځي تړل شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل په چین کې خپور شو. تر دې دمه په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۹۸۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي او ۳۳۰۰۰ نور مړه دي. ډېر قربانیان په چین کې دي.

XS
SM
MD
LG