د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د امریکا پنځو ایالتونو کې اضطراري حالت اعلان شوی


تر دې دمه د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې د کرونا ویروس خپور شوی دی
تر دې دمه د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې د کرونا ویروس خپور شوی دی

ولسمشر دونالډ ټرمپ نن جمعه (مارچ۶) د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ۸.۳ میلیارد ډالرو مصوبه داسې مهال امضا کوي چې پنځو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

دا ټولې پېسې به د کروناویروس سره په مبارزې او د دغه ویروس پر ضد د واکسین په جوړولو لګول کیږي. د امریکا سنا او د استازو خونې دا لایحه تصویب کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د روغتیا او بشري مرستو وزیر تېره ورځ وویل چې د کروناویروس د معاینې لپاره به د امریکا لابراتوارونو ته یو میلیون وسایل ورسول شي.

د کروناویروس له کبله په امریکا کې شاوخوا ۱۲ تنه مړه شوي چې ۱۱ یې د واشنګټن په ایالت کې دي.

همداراز تر دې دمه د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د امریکا په پنځو ایالتونو، مرېلنډ، کالفورنیا، فلورېډا، واشنګټن او هاوای کې د کرونا ویرس له کبله اضطراري حالت اعلان شوی دی.

واشنګټن ډي سي ته نژدې د مریلنډ په ایالت کې درې تنه، یوه ښځه اومېړه چې شاوخوا ۷۰ کلن دي او یوه بله۵۰ کلنه ښځه، تازه د کرونا په ویروس اخته شوي دي. دغه درې واړو په دې وروستیو کې په کروز (سیاحتي کښتۍ) کې سفر کړی و.

په کلورادو کې هم دوه تنه چې بهر ته په سفر تللي وو، په دغه ویروس اخته شوي دي. په کوریا کې امریکا پوځ وايي چې یو کارکوونکی یې هم په کرونا اخته شوی دی.

د امریکا حکومت وايي چې د دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ژمن دی او هڅه به کوي چې مخه یې ونیسي.

XS
SM
MD
LG