د لاس رسي وړ اتصالات

له سرحد پرانیستلو وروسته د قطریانو یوه ډله سعودي ته ورسېده 


سعودي په ۲۰۱۷ کې له قطر سره خپل سرحد وتړه

د قطر او سعودي عربستان ترمنځ د سرحد له پرانیستل کېدو وروسته، نن یکشنبه جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۱) په لومړي ځل له قطر څخه یوه ډله خلک سعودي عربستان ته داخل شول.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د قطر د «ابو سمره» له سرحد څخه یو شمېر موټرونه د سعودي د «سلوی» د سرحد په لارې سعودي‌ ته داخل شوي دي.

ځينو قطریانو دا شېبه په خوښۍ سره ولمانځله او «سعودي یې خپل دویم کور» یاد کړ.

سعودي عربستان د ۲۰۱۷ د جون په میاشت کې له قطر سره خپل ځمکنی او هوایي سرحد وتړه، د سعودي حکومت د قطر حکومت د افراطي ډلو په ملاتړ او د ایران سره په نژدیوالي تورن کړی و، خو قطر دا تورونه رد کړي وو.

متحدو عربو اماراتو، بحرین او مصر هم قطر ته سفرونه او تجارتي راشه درشه ځنډولي وو. دوی ټولو د سه شنبې په ورځ د خلیج هېوادونو د شورا په غونډه کې موافقه وکړه چې په قطر باندې به دا لګول شوي بندیزونه لېرې کوي.

یو قطري غیث المري چې سعودي‌ ته تللی ووویل: «هېڅوک هم دا خوشحالي نشي بیانولې. داسې خلک شته چې له خوشحالۍ ژاړي.»

د قطر او سعودي هوايي شرکتونو اعلان کړی دی چې سر له سبا به ریاض او دوحې ته پروازونه بیا پیلوي.

په همدې حال کې قطر له سعودي څخه ورتلونکیو ته د کروناویروس له کبله یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

قطر ته تلونکي سعودیان باید د کروناویروس منفي نتیجه ولري، له داخلېدو سره سم به یو ځل بیا معاینه کیږي او بیا به د حکومت له لوري په مشخصو هوټلونو کې یوه اونۍ قرنطین کیږي.

قطر د نفتو له کبله یو شتمن هېواد دی او ویل کیږي چې قطریان سعودي ته په ورتګ سره میلیونونه ریال هلته په هوټلونو کې په پاتې کېدو، ودانیو او ځمکو په اخیستلو او د خرما د ونو په کینولو باندې لګوي.

XS
SM
MD
LG