د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي‌ د امریکا هغه پرېکړه ستایلې چې حوثي یاغیان ترهګر ګڼي 


د حوثي شیعه یاغیانو ملاتړي
د حوثي شیعه یاغیانو ملاتړي

د سعودي دولتي‌ رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د هغه دریځ ننګه کړې چې له کانګرس څخه به وغواړي په یمن کې د حوثي شیعه یاغیان ترهګر وګڼي.

امریکا دا پرېکړه په یمن کې د حکومت تر کنترول لاندې د عدن په هوايي ډګر باندې د حوثي یاغیانو د تېرې میاشتې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته اعلان کړه.

د یمن د حکومت، چې سعودي یې ننګه کوي،‌ د بهرنیو چارو وزیر احمد بن مبارک وايي چې د امریکا د دغې پرېکړې هدف دا دی چې « حوثي شیعه یاغیان د څو ترهګریزو فعالیتونو له کبله سزا وویني.»

خو د حوثي یاغیانو ویاند محمد البخیثي عربي رسنیو ته ویلي‌ دي چې د امریکا دا پرېکړه به «ناکامه وي، مذاکرات به سخت کړي او دا ډله به پياوړې کړي.»

حوثي یاغیان په سره بحیره کې پر کښتیو او د سعودي په خاورې باندې د توغندیو ګڼ بریدونه کړي چې یو شمېر خلک په کې وژل شوي ‌او ژوبل شوي‌ هم دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو ویلي چې پلان لري د یمن حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو په توګه وپېژني.

دا به پر ایران د مخ پر ډېرېدونکو فشارونو په ترڅ کې یو بل فشار وي چې د چارواکو په خبره د جنورۍ له ۱۹ وروسته به عملي شي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې د دغه کار هدف دا دی چې د ایران له ملاتړه برخمن شیعه حوثي یاغیانو او د دغې ډلې درې مشرانو سره د یمن له «سرحد د باندې د بریدونو، د ولسي خلکو، تاسیساتو او بېړیو ته د ګواښونو له کبله حساب او کتاب وشي».

ښاغلي پمپیو همدغه راز ویلي دي چې د دغه کار بل هدف په یمن کې د تاوتریخوالي د ختمولو د هلو ځلو چټکول دي.

حوثي شیعه یاغیانو په ۲۰۱۴ کې بغاوت وکړ او د یمن مرکز صنعا یې ونیوه. په ۲۰۱۵ کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د دغې ډلې پر ضد عملیات پیل کړل چې یاغیان وشړي او په نړیواله کچه د یمن پېژندل شوی حکومت بېرته راولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي چې په یمن کې د جګړې له پیل راهېسې ۲۳۳۰۰۰ کسان وژل شوي او مړه شوي دي، په دې کې یې ۱۳۱۰۰۰ کسان د خوړو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او کموالي له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG