د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یمن کې اوربند اعلان کړ


په یمن کې د سعودي عربستان سرتیري
په یمن کې د سعودي عربستان سرتیري

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اساس د دوو اونیو لپاره اوربند اعلان کړ.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې د پنځو کلونو راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي، نن د پنجشبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۱) د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په مقصد دوه اونۍ اوربند اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګیتریش د تیرې میاشتې له غوښتنې وروسته یو ځل بیا تیره اونۍ خبر ورکړ چې د کامرون، لیبیا، جنوبي سودان، سوریې او اوکراین په ګډون په مختلفو هیوادونو کې ښکیلو اړخونو دده لخوا د اوربند غوښتنه منلې ده.

د ملګرو ملتونو غوښتنه صرف ددې لپاره نده چې دغه شخړې بندې شي بلکه ددې لپاره ده چې مرستندویه ډلو او حکومتونو ته د سخت ضرورت وړ بشري مرستو د رسولو موقع ورکړل شي او هڅه وشي چې د نړۍ پدغو بې وزلو ټولنو کې د کروناویروس د خپریدو مخنیوی وشي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د پنجشنبې په ورځ اپریل نهمه پدغو جګړه ځپلو هیوادونو کې د لومړنیو روغتیایي ضروري لوازمو او وسایلو د نشتون په اړه پداسې حال کې رپوټ ورکړ چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره حتی د امریکا متحده ایالات او د اروپا ځینې هیوادونه هم ددې وسایلو له کمبود سره مخامخ دي.

دغې کمیټې ویلي چې د یمن یواځې نیمایي روغتونونه پوره فعال دي پداسې حال کې چې ددې هیواد د وګړو له دریو څخه دوه برخې روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نلري. رپوټ همداشان په جنوبي سودان، د سوریې شمال او وینزویلا کې د جدي روغتیایي مراقبت لپاره د بسترو او وسایلو کمبود په ډاګه کړی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې د پنجشنبې د ورځې اپریل نهمې تر سهاره د کروناویروس څه کم یو نیم میلیون پیښې ثبت شوې دي او په نړیواله کچه ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر شاوخوا ۸۹ زرو تنو ته رسیدلی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې کووید۱۹ مثبتې پیښې ثبت شوي چې د پنجشنبې تر سهاره پدي هیواد کې د مثبتو پیښو شمیر ۴۳۲ زرو نه اوښتی او د مړینو شمیر ۱۴۸۰۸ تنو ته رسیدلی دی.

د کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او بیا ټولې نړۍ ته پراخ شو. پرون د چهارشنبې په ورځ چین د ووهان ښار د ۷۶ ورځو قرنطین وروسته بیرته پرانست.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې په حوثي یاغیانو بریدونه کوي. دا شیعه حوثي یاغیان د رژیم خلاف پاڅېدلي دي، ایران د دغې ډلې کلکه ننګه کوي او تورن دی چې میزایل او نورې وسلې ورکوي.

سعودي‌ او ایتلافیان بیا د یمن د حکومت ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG