د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان: ایران په سیمه کې جنگ غواړي


د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر عبدالجبیر تور لگولی دی چې ایران په سیمې کې د بې ثباتي لپاره جنگ ته لمن وهي

د سعودي عربستان د یهرنو چارو وزیر په ایران تور لگولی دی چې جنگ ته د دی لپاره لمن وهي چې په سیمې کې بې ثباتي غواړي.

الجبیر وایي سعودي د خپله وسه پورې کوښښ کوي چې د جنگ مخه ونیسي خو زیاتوي چې که ایران جنگ پیل کړ نو سخت ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دا اوس په ایران پورې اړه لري چې څه پریکړه کوي.

سعودي په ایران تور لگولی و چې تیره اونۍ یې د هغوي د تیلو د انتقال په یو مرکز د ډرون برید کړیدی. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دغه برید نه وروسته د سیمې د وضع د ارزونې لپاره د می په ٣٠ نیټه د سیمې د هیوادونو یوه بیړنۍ غونډه راغوښتي ده.

د سعودي برسیره امریکا هم د دغه برید تور په ایران لگولی دی او ایران بیا دغه تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG