د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي سږ کال حج ته د بهرنیانو پر ورتګ بندیز ولګوه


سعودي عربستان په نړۍ کې د کروناویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولی و
سعودي عربستان په نړۍ کې د کروناویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولی و
  • د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د کرونا ویروس له امله سږ کال د حج په مراسمو کې د بهرنیو حاجیانو پر ګډون بندیز ولګوه.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې سږ کال به یوازې د سعودي عربستان محدود شمیر وګړي د ټولنیزې فاصلې په مراعتولو سره د حج مراسمو کې ګډون وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت دغه اعلان پرون دوشنبه جون ۲۲ (چنګاښ۲) کړی دی.

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې دغه پرېکړه یې په کرونا ویروس د حج د زیارت کوونکو د اخته کېدو د مخنیوي په هدف کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې تر دامهاله په سعودي عربستان کې ۱۶۰۰۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۳۰۷ نور ورڅخه مړه شوي دي.

هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کوي.خو اوس مهال کې دا لومړنی ځل دی چې د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو کې د بهرنیو زیارت کوونکو پر ګډون بندیز لګول کیږي.

سعودي عربستان په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولی و.

له افغانستان څخه هم تر دې مخکې هر کال په زرګونو کسان د حج مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان تلل.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت روانه میاشت امریکاغ غږ ته وویل چې د حج پروسې تر سره کولو په اړه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د وروستۍ پریکړې په تمه دي.

د حج او اوقافو وزارت د خپرونو مسؤل فضل محمد حسیني نن سې شنبه هم امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه یې د سعودي د حج او عمرې وزارت اعلامیه تر لاسه کړې چې وروسته خپل نظر څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG