د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د حج پروګرام لغوه کړ


ټاکل شوې وه چې سږکال ۲۲۱۰۰۰ اندونیزیایان حج ته ولاړ شي
ټاکل شوې وه چې سږکال ۲۲۱۰۰۰ اندونیزیایان حج ته ولاړ شي

د اندونیزیا حکومت اعلان وکړ چې سږکال حج ته د خپلو خلکو د ورتګ پروګرام لغوه کړی دی.

د دغه هېواد د مذهبي چارو وزیر فچل/فضل رازي نن سه شنبه جون ۲ (غبرګولي۱۳) وویل چې دا پرېکړه یې د کروناویروس د خپرېدو له کبله کړې ده.

ټاکل شوې وه چې سږکال ۲۲۱۰۰۰ اندونیزیایان د حج مراسمو ته ولاړ شي او د دغې شمېرې ۹۰سلنې یې وار د مخه نوم لیکنه هم کړې وه.

اندونیزیا په نړۍ کې د ډېر نفوس لرونکو مسلمان هېوادونو په سر کې راځي.

په جاکرتا کې د مخابراتي شبکې یوې کارکوونکې ډیوې چې د حج لپاره یې نوم لیکلی و رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي دي چې شپږکاله یې صبر وکړ چې نوبت یې راشي، خو د کرونا له کبله یې دا هیله سږکال پوره نشوه.

ډیوې وايي چې حکومت په ښه وخت کې ښه پرېکړه کړې ده او هغه یې مني. په همدې حال کې سعودي‌ عربستان هم اعلان کړی دی چې تر امر ثاني پورې به د حج مراسم ځنډول شوي وي.

هرکال د افغانستان په ګډون د نړۍ د ټولو مسلمانو هېوادونو څخه میلیونونه خلک د حج مراسمو ته ځي.

د سعودي حکومتي د سه شنبې په ورځ ۲۶ (غبرګولي۶) اعلان وکړ چې په هغه هېواد کې د کروناویروس له کبله لګول شوي بندیزونه به په دریو مرحلو کې لېرې کوي. دا مرحلې پیل شوي دي او د جون په ۲۱نیټه بشپړیږي.

په دې کې د جوماتونو بیا پرانیستل، د داخلي پروازونو بیا پیلول، د کاروبارونو بیا خلاصول او د خلکو آزاد تګ او راتګ شامل دي، خو د مکې بیا پرانیستل په کې نه دي‌ شامل. له دې هر څه سره-سره سعودي‌ له خلکو غوښتي چې ماسکونه دې وتړي.

په سعودي‌ کې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۴۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۴۸۰۰نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو او دا مهال د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۳۷۵زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۶.۲ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG