د لاس رسي وړ اتصالات

په مکه کې جوماتونه بېرته پرانیستل کیږي


لا معلومه نه ده چې د حج مراسم به کیږي که نه
لا معلومه نه ده چې د حج مراسم به کیږي که نه

په سعودي‌ عربستان کې چارواکي وايي‌ چې سبا یکشنبه به د مکې په ښار کې ټول جوماتونه بېرته پرانیستل شي.

د سعودي عربستان دولتي تلویزون "الاخباریه" د شنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي۳۱) اعلان وکړ: "د مکې په ښار کې د لمونځ کوونکو لپاره به د ټولو جوماتونو دروازې پرانیستل شي. دا جوماتونه د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره درې میاشتې تړل شوي وو."

د دغه تلویزون په راپور کې د هغو کارکوونکو تصویرونه هم وښودل شول چې د مکې په ښار کې د شاوخوا ۱۵۰۰ جوماتونو په بیا پرانیستلو لګیا وو.

چارواکي وايي چې د دغو جوماتونو فرشونه او شاوخوا به هره ورځ دواپاشي کیږي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

سعودي عربستان په نورو ښارونو کې هم جوماتونه بېرته پرانیستي دي چې دوا پاشي کیږي او خلک په کې د یو بل ترمنځ فاصلې هم ساتي.

په سعودي عربستان کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره قرنطین اعلان شوی و، جوماتونه، کاروبارونه، پروازونه او ډېر نور څه تړل شوي وو.

څو اونۍ مخکې د سعودي حکومت د قرنطین ځینې بندیزونه کم کړل او اعلان یې وکړ چې ورو ورو به ټول بندیزونه ختموي.

سره له دې چې د سعودي عربستان حکومت کلک تدابیر نیولي وو خو بیا هم په دې وروستیو کې هلته د کروناویروس پېښې زیاتې شوي دي.

د کروناویروس په سعودي عربستان کې نژدې ۱۲۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۵۰زره نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

د سعودي‌ حکومت د مکې په ښار کې د جوماتونو د پرانیستلو پرېکړه داسې مهال کوي چې څو اونۍ د حج مراسمو ته پاتې دي.

د سعودي چارواکو لا هم څه نه دي ویلي چې آیا سږکال به د حج مراسم ترسره شي او که نه؟

XS
SM
MD
LG