د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې د اداري فساد په تور نور کسان هم نیول شوي


په سعودي عربستان کې چارواکې وایي چې پرون چارشنبه ( نومبر اتمه ) د اداري فسار په تور یې نور کسان هم نیولي دي او د ځینوکسانو شتمنۍ یي کنگل کړیدي. د سعودي عربستان چارواکي وایي چې دغه اقدامات په ملک کې د اداري فساد سره د مبارزې په لړ کې کوي.

د سعودي عربستان ٣٢ کلن ولیعهد د السعود د شاهي کورنۍ په مشهورو او بډایو کسانو هم لاس اچولی دی او ځینې یې نیولي دي.

د دغې نه مخکې هم په لسگونو تنه نیول شویدي او په هغوي باندې د اداري فساد سره سره په غیر قانوني ډول د ملک نه د پیسو د باندې د لیږلو تورونه هم لگیدلي دي.

د چارو کارپوهان وایي چې داسې ښکاري په راتلونکي څو ورځو کې به نور کسان هم ونیول شي.

داسې ویل کیږي چې په نوي نیول شوو کسانو کې د پخواني ولیعهد او د دفاع وزیر عبدالعزیز د کورنۍ غړي هم شامل دي. عبدالعزیز په ٢٠١١ کال کې وفات شویدی.

د سعودي عربستان د ولیعهد مخالفین وایي چې هغه د اداري فساد مبارزه بانه کړیده او غواړي چې خپل سیاسي مخالفین وځبي او قدرت زیات کړي.

XS
SM
MD
LG