د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي یو پلاوی له حوثي یاغیانو سره د سولې خبرو لپاره یمن ته تللی


د حوثي یاغیانو جنګیالي
د حوثي یاغیانو جنګیالي

د سعودي عربستان یو پلاوی د یکشنبې په ورځ اپریل نهمه (وري۲۰) یمن ته رسېدلی دی چې د حوثي شیعه یاغیانو سره په دغه هېواد کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

دپلوماتان وايي چې ریاض هڅه کوي له جګړې څخه د یمن د اېستلو لپاره یوه لاره ومومي.

د حوثي رسنیو د دغې ډلې د سیاسي مشر مهدي المشاط یو تصویر خپور کړی دی چې هغه په کې د یمن لپاره د سعودي عربستان د سفیر محمد الجابر او نورو چارواکو سره روغبړ کوي.

د یمن یو دپلومات ویلي دي چې د سعودي عربستان پلاوی په «صنعا کې دی چې په یمن کې د سولې راوستو لپاره د وړاندې تګ په اقداماتو بحث» وکړي. دا خبر یو بل دپلومات هم تائید کړی دی. خو فرانس پرس اژانس وايي چې د سعودي عربستان مقاماتو په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې.

په همدې حال کې د عمان یو منځکړی پلاوی هم تېره ورځ یمن ته رسېدلی دی.

فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چې د یمن حکومت یوې سرچېنې، چې نغواړي یې نوم خپور شي، ویلي دي چې د سعودي عربستان او حوثي ډلې ترمنځ په خبرو کې د شپږ میاشتني اوربند په اساساتو توافق شوی. وايي د دغه کار هدف د دوه کلن «انتقال» لپاره د دریو میاشتو خبرو ته لاره هوارول دي.

د دغې سرچېنې په حواله، په دغه توافق کې د حوثیانو مهم اهداف پوره کېږي، چې د حوثي ډلې تر کنترول لاندې ملکي مامورانو ته معاش ورکول او د حوثيانو تر کنترول لاندې په هوايي ډګرونو او بندرونو باندې د بندیزونو لېرې کول په کې شامل دي.

په همدې حال کې د حوثي ډلې د جنګي بندیانو د کمېټې مشر ویلي دي چې سعودي عربستان ۱۳ حوثي بندیان خوشې کړي او حوثي ډلې یې په بدل کې یو سعودي وګړی پرېښی دی. ملګري ملتونه وايي د یمن حکومت او حوثي ډلې موافقه کړې ده چې ۸۰۰ بندیان به سره تبادله کوي.

په یمن کې دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې تازه د چین په منځکړتوب ایران او سعودي عربستان د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولولو تړون لاسلیک کړ .

ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیې کې ژمنه کړې ده چې په منځني ختیځ کې به د سولې او ثبات د راوړلو هلې ځلې کوي.

په ریاض کې د نیف عرب پوهنتون د ملي امنیت د څانګې مشر هشام الغنم وايي چې د دپلوماتیک خوځښت څخه ښکاري چې د سعودي عربستان هلې ځلې نتیجه ورکوي.

هغه وویل: «په یمن کې پرمختګ تل د سعودیانو لپاره لومړیتوب و. خو د ایران [له همکارۍ] پرته مسائیل هاغسې چټک نه وو لکه څنګه یې چې اوس ګورو. په تېر وخت کې [حوثیانو سره] خبرې اترې دومره مرسته کوونکې نه وې.»

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کې د یمن مرکز صنعا ونیوه او په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت سره یې جګړه پیل شوه. تېر کال د دغو دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو چې په لویه پیمانه یې په دغه هېواد کې تاتریخوالی کم کړ. که څه هم دا تړون د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسېدلی، خو لا هم په پراخه کچه یې درناوی کېږي.

XS
SM
MD
LG