د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي سږ کال ۱۰۰ تنه اعدام کړي


سعودي عربستان نن پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) ۵ تنه اعدام کړل. د فرانس پریس خبري اژانس د ارقامو له مخې چې د سعودي عربستان د رسمي اعلامیو پر اساس یې راټول کړي، دې هیواد د سږکال د پیل راهیسې ۱۰۰ تنه اعدام کړیدي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پداسې حال کې د دې کسانو د اعدام خبر ورکوي چې دې هیواد تیره اونۍ په یوه ورځ کې ۸۱ کسان اعدام کړل چې د بشري حقونو ادارو لخوا وغندل شو.

سعودي د چارشنبې په ورځ هم ۳ کسان پداسې حال کې اعدام کړل چې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن په ریاض کې و او د سعودي عربستان د چارواکو څخه یې د تیلو د تولید ډیروالی غوښت.

سعودي عربستان تیر کال ټول ټال ۶۹ کسان اعدام کړي خو د تیرې شنبې په ورځ یې ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د "مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ" څرګندوینه وبلله.

دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شعیه ګان و چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستوماتیکه توګه تشدد کیږي.

خو سعودي عربستان وایي په اعدام شویو کې ۷ یې د یمن او ۱ یې د سورې تبع و چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پدې هکله د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې په حوالې ویلي چې اعدام شویو کسانو "بې ګناه سړي، میرمنې او ماشومان وژلي وو". په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې، القاعده او حوثیانو سره اړیکې درلودې.

پدې کسانو دا تور هم و چې د بهرنیو ترهګرو شبکو غړیتوب یې درلود او یا د جګړو سیمو ته تللي وو چې د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شي.

یوه ورځ وروسته تر هغه چې سعودي عربستان ۸۱ کسان په ترهګرۍ او نورو تورونو تورن و اعدام کړل، د ایران اسلامي جمهوریت د سعودي سره خپلې مخفي خبرې په موقتي توګه وځنډولې.

دا خبرې د عراق په منځګړتوب د ریاض او تهران تر منځ د کړکیچ د کمولو لپاره کیدې.

د ایران د نورنیوز خبري اژانس چې د دې هیواد د ملي امنیت د عالي شورا سره نږدې اړیکې لري راپور ورکړی چې دا خبرې ایراني لورې په یو اړخیزه توګه ځنډولي چې د تیر یو کال راپدیخوا د عراق په منځګړتوب روانې وې.

XS
SM
MD
LG