د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي سلګونه زره پاکستانیان شړلي


په جده کې پاکستاني کارګر د کار په وقفه کې چای څښي
په جده کې پاکستاني کارګر د کار په وقفه کې چای څښي

د پاکستان حکومت وايي سعودي عربستان په تېرو پنځو کلونو کې ۲۸۵زره پاکستانیان له خپلې خاورې شړلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې دا پاکستانیان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو په منځ کې خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګې د پاکستان د حکومتي ادارې (ای پي پي) په حواله لیکلي دي چې ښاغلي قریشي د جمعې په ورځ (جنوري۳۱) سنا ته په خپلو خبرو کې دا معلومات ورکړي دي.

ښاغلي قریشي ویلي دي: "سعودي عرب دا پاکستانيان د استوګنې د كار د مودې ختمېدو، بغېر اجازت څخه د حج كولو، غلا كولو، د نشه يي توكيو ساتلو او د خپل وخت نه د زیاتې مودې د پاتې کېدو له سببه راويستل شوي دي."

دا پاکستان د سعودي عربستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل. په دوی کې ډېر د کار لپاره هغه هېواد ته تللي دي.

تر ټولو ډېر پاکستانیان په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې شړل دي چې څه باندې ۱۳۴زره کیږي.

د دې تر څنګ دا مهال څه باندې ۲۱۰۰ پاکستانیان د سعودي په زندانونو کې دي. د پاکستان حکومت تېرکال ویلي وو چې د سعودي حکومت ورته ژمنه کړې ده چې دا زندانیان به پرېږدي.

XS
SM
MD
LG