د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي باچا د ترهگرۍ سره د جگړې ژمنه وکړه


د سعودي عربستان باچا خبردارې ورکړیدی چې هغوي به د هغو خلکو په خلاف سخت اقدامات وکړي چې ځوانان ترهگرۍ ته راجلبوي. د سعودي پاچا دغه خبري یوه ورځ ورسته د هغې نه کړیدي چې د هغه هیواد په دریو ښارونو کې ټرورستي حملې وشوی. داسي ښکاري چې دغه دری واړه بریدونه یوې ډلې کړي وي.

د سعودي اتیا کلن باچا سلمان د وړوکي اختر په مناسبت په یو پیغام کې ملت ته په وینا کې وویل چې سختدریځه غواړي چې زمونږ د ملک ځوانان ځان ته راجلب کړي. هغه زیاته کړه چې مونږ به هغه خلکو ته سخت ځواب ورکړو چې د ځوانانو ذهنونه او فکر په نښه کوي.

د یکشنبې د ورځې په بریدونو کې څلور امنیتي چارواکي ووژل شول. د دغو بریدونو هدف امریکایي دپلوماتان، شیعه عبادت کونکي او په مدینې منورې کې د سعودي یو امنیتي دفتر وو. داسي ښکاري چې دغو ټرورستانو دا بریدونه د اختر په شپو ورځو کې پلان کړي وو.

د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو مشر پرون د سې شنبې په ورځ په مدینې کې دغه برید په اسلام برید وباله. د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې مسلمانانو په دې برید سخت خپگان څرگند کړیدی. تر اوسه پورې د دغې برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستې.

XS
SM
MD
LG