د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي وايي د حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې برید یې شنډ کړی 


د سعودي عربستان نقشه
د سعودي عربستان نقشه

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وايي‌ چې حوثي شیعه یاغیانو له یمن څخه پر سعودي‌ عربستان د یوې بې پیلوټه الوتکې برید کړی و چې شنډ کړل شوی دی.

د سعودي‌ دولتي‌ رسنۍ د ایتلاف په خپرې شوې اعلامیې کې د ویاند ترکي الملکي له قوله لیکلي دي چې: « د حوثي شیعه یاغیانو په قصدي او سیستماتیک ډول په جنوبي سیمې باندې دا بي پیلوټه الوتکه توغولې وه چې ملکي خلک ووژني او ملکي‌ اهداف په نښه کړي.»

د حوثي یاغیانو لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي. د حوثي شیعه یاغیان د یمن د شمال په ډېرې برخې کنترول لري.

دا پېښه داسې مهال کیږي‌ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي‌ استازي مارتن ګریفتز د دوو ورځو لپاره ایران ته تللی چې په یمن کې د بشري‌ بحران په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د ځانګړي استازي اوله دنده دا ده چې د ښکېلو غاړو ترمنځ په ملي کچه د اوربند د تړون، د بېړنیو بشري‌ اقداماتو او سیاسي خبرو د بیا پیل کېدو ملا وتړي.»

تېره اونۍ د امریکا نوي‌ حکومت اعلان وکړ چې د سعودي‌عربستان په مشرۍ د یمن د پوځي عملیاتو ننګه به پرېږدي‌.

د جمعې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ګانګرس ته یې خبرې ورکړی چې امریکا د حوثي‌شیعه یاغیان د امریکا د ترهګرو سازمانونو له لست څخه وباسي.

د مخکني ولسمشر ټرمپ ادارې تېرکال حوثي شیعه یاغیان ترهګره ډله وپېژندله.‌

سعودي‌عربستان له ۲۰۱۵ راهېسې په یمن کې په نړیواله کچه د پېژندل شوي‌ حکومت په ملاتړ پوځي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG