د لاس رسي وړ اتصالات

یمن: ایران په نړۍ کې د ترهگرۍ اصلي تمویل کوونکی دی


د یمن د بهرنیو چارو وزیر ایران "په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ اصلي تمیلونکی" گڼلی دی. دا پداسې حال کې دي چې تهران وایي که سعودي عربستان په یمن کې جگړه پای ته ورسوي سیمه به ارامه شي.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر محمد عبدالله احضرمي د شنبې په ورځ د سپتمبر په ٢٨ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هغه څه د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه چې هغه "د ایراني حوثیانو کودتا" وگڼله.

هغه وویل: "دوی حوثي ملیشه دي چې ایران یې ملاتړ کوي. په ټوله نړۍ کې د تروریزم اصلي تمویلونکی ایران پراختیا غوښتونکې اجندا لري." د هغه په وینا ایران د خپلو خلکو د منابعو نه ددغو ملیشو د ملاتړ لپاره ناوړه استفاده کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ٢٠١٥ کال راهیسې د یمن د حکومت په پلوۍ چې ملګرو ملتونو په رسمیت پیژندلی، د حوثي یاغیانو په وړاندې چې ایران یې ملاتړی دی، جنگیږي.

له بلې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د ایرنا د خبري شبکې سره په مرکه کې نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د یمن جگړه په سیمه کې له ناامنۍ سره تړاو لري او پدې هیواد کې د جگړې پای په سیمه کې د ارامۍ سبب کیږي.

هغه سعودي عربستان په سیمه کې په نا ارامۍ ملامت کړ او وویل: "هغوی فکر کوي هماغسې یې چې تر اوسه هر څه په پیسو اخیستي او توانیدلي وسلې، دوستي او ملاتړ په پیسو واخلي، کولای شي امنیت هم په پیسو واخلي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ریاض وغوښتل چې دغه "خیال" له سره وباسي.

د فرانس پرس په وینا سعودي عربستان او ایران د څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو په سیالۍ بوخت دي او په جگړه کې د مختلفو اړخونو ملاتړ کوي چې دغه کار یمن د قحطۍ له گواښ سره مخامخ کړی دی.

د یمن په جگړې کې تر اوسه په لسگونو زره کسان وژل شوي او دغه ناداره عربي هیواد یې د ستر بشري ناورین سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG