د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان شاوخوا ۳۰۰ حاجیان نیولي او نغدي جریمه کړي


په سعودي عربستان کې نن د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۳) شاوخوا ۳۰۰ کسان چې هڅه یې کوله له اجازې پرته د حج مراسم ترسره کړي پداسې حال کې ونیول او جریمه یې کړل چې دا هیواد د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د شاوخوا یو میلیون زیارت کوونکو کوربه دی.

د حج د مراسمو د امنیت مسول محمد البسامي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د سعودي عربستان ۲۸۸ تنو اوسیدونکو د حج د مراسمو د مقرراتو څخه د سرغړونې په خاطر نیول شوي او هر یو یې لس زره ریاله (۲۶۰۰ډالر) جریمه شوي دي.

ښاغلي البسامي زیاته کړه چې مقاماتو همداشان د مکې ښار په شاوخوا کې د امنیتي موانعو په ایجادولو سره ښار ته د شاوخوا ۱۰۰زرو کسانو، چې په ۴۶زره موټرو کې سپاره وو، د ننوتلو مخه نیولې ده.

سعودي عربستان د کروناویرویس د دوه کلنو محدودیتونو وروسته سږکال یو میلیون کسانو ته د حج د مراسمو د ادا کولو اجازه ورکړې ده.

دغه هیواد په ۲۰۱۹ کې د ۲.۵ میلیون حاجیانو کوربه و، او تیر کال یواځې شاوخوا ۶۰ زرو کسانو حج کړی و چې ټولو د کروناویروس ضد واکسین کړی و.

د سږکال د حج مراسم دوه ورځې وروسته په رسمي توګه پیل کیږي او له افغانستان څخه هم په کې زرګونه کسان برخه لري.

XS
SM
MD
LG