د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د فلسطین لپاره غیراستوګن سفیر وټاکه


سعودي عربستان د شنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) د فلسطیني سیمو لپاره یو غیر استوګن سفیر وټاکه چې په بیت المقدس کې به د 'جنرال قونسل' په توګه هم دنده ترسره کوي.

دا غیر استوګن سفیر په داسې حال کې ټاکل شوی چې په راتلونکې کې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د ممکنه اړیکو په اړه ګونګوسې روانې دي.

په عمان کې د سعودي سفارت د ټولنیزې رسنۍ د پوسټ له مخې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت تائید کړی، ددې نوي مقام لپاره په اردن کې د سعودي اوسنی سفیر، نایف السدیري ټاکل شوی دی.

سدیري په یو ویډیویي پیغام کې چې د سعودي عربستان د دولت اړوند 'الاخباریه' تلویزیون څخه خپره شوې ویلي چې دا ټاکل "یو مهم ګام" دی چې د پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان لیوالتیا څرګندوي تر څو "د فلسطیني دولت له وروڼو سره اړیکې پیاوړې کړي او په ټولو برخو کې ورته رسمي وده ورکړي."

د فلسطیني سیمو لپاره چارې په دودیز ډول په عمان کې د سعودي عربستان د سفارت لخوا پرمخ وړل کیږي.

سعودي عربستان اسرائیل په رسمیت نه پیژني او د امریکا په منځګړیتوب د ۲۰۲۰ کابل د ابراهیم تړون سره ندی یوځای شوی چې له مخې یې اسرائیل د سعودي عربستان له دوو ګاونډیو هیوادونو متحده عربي اماراتو او بحرین سره اړیکې ټینګې کړې.

خو تېر کال منځني ختیځ ته د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن د سفر پر مهال، د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان وکړ د عربستان د هوایي حریم څخه پر "ټولو تیریدونکو بار وړونکو الوتکو" باندې د الوتنو محدودیتونه لرې کوي او پدې توګه د سعودي له هوايي حریم څخه د اسرائیلي الوتکو تیریدو ته هم لاره هواره شوه.

د عربستان شاهي دولت هغه وخت دا خبره رد کړه چې دا اقدام ګواکې [اسرائیل سره] د اړیکو د عادي کیدو په لور "د راتلونکو ګامونو یو مخکینی" اقدام و.

ریاض په وار وار ویلي چې د عرب لیګ د لسیزو لرغوني دریځ ته به دوام ورکړي او د اسرائیل سره به اړیکې تر هغه نه ټینګوي تر څو چې له فلسطین سره شخړه نه وي حل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG