د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د "دوه دولتونو" له حل لارې پرته اسرائیل سره د اړیکو عادي کېدل رد کړل 


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) په یو ټویټ کې لیکلي چې د اسرائیل او فلسطین د دوو دولتونو د حل لارې پرته به سعودي عربستان له اسراییلو سره اړیکې عادي نه کړي.

د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره په خبرو کې له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړې.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل په نړیوالې اقتصادي غونډې کې وویل: "[د اریکو] ریښتیني عادي کول او ریښتینی ثبات به یوازې فلسطینانو ته د یو دولت په ورکولو سره رامنځته شي."

سعودي عربستان چې په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی صادرونکی او د متحده ایالاتو نږدې ملګری هیواد دی، خو د فلسطیني سیمو د اشغال له امله یې په وار وار د امریکا له متحد اسرائیل سره د اړیکو له عادي کولو ډډه کړې ده.

په ۲۰۲۰ کې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د "ابراهیم تړون" له مخې د عربستان د سلطنتي دولت ګاونډیانو ( متحده عربي امارات او بحرین ) له اسرائیل سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې.

د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو په وار وار خپله هیله څرګنده کړې چې سعودي عربستان په دې لست کې شامل شي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر ویلي چې د پنجشنبې په ورځ نتنیاهو او سلیوان په خپلو خبرو کې "د سعودي سره په پرمختګ باندې په ټینګار سره د ابراهیم تړون د ژورولو لپاره په اقداماتو خبرې وکړې."

د منځني ختیځ د اوږدمهالهع شخړې د حل په مقصد د اردن د سیند لویدیځه غاړه او د غزې تړانګه او د اسرائیل سره ضمیمه شوی ختیځ بیت المقدس د "دوه دولتونو" د حل لارې لپاره د فلسطیني دولت د جوړیدو اساس بلل کیده.

خو دې هدف ته رسیدل په اشغال شوی لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو د جوړیدو په وجه نور هم ډیر لرې بریښي.

د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو په پام کې لري چې په لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو د پراخولو پالیسي تعقیب کړي، ځکه د هغه په ایتلافي حکومت کې سرسخته ارتودوکس یهودي ګوندونه د ځینو نورو سیمو د الحاق ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG