د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان ته د الوتنو بندېدل؛ کابل کې ۴۰۰۰ پاکستانیان بند پاتې دي


کابل کې بند پاتې پاکستانیان
کابل کې بند پاتې پاکستانیان

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د الوتنو بندېدو له کبله د پاکستاني وګرو په شمول زرګونه مسافر افغانستان کې ایسار پاتې دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي‌ چې دغه مسافر له دې کبله کابل کې بند پاتې دي چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس دویمه څپه پراخه شوې او له دغه هېواد نه عربستان ته الوتنې بندې شوې.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نعیم صالحي نن چهارشنبه جولای اوومه (چنګاښ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې له دې مخکې هره ورځ د افغانستان او عربستان ترمنځ یوه الوتنه کېده.

سعودي عربستان له دې مخکې له پاکستان سره د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي له امله خپلې الوتنې بندې کړې وې. له همدې کبله ډېر شمېر پاکستانیانو له کابل نه جدې ښار ته الوتنه اسانه لار ټاکلې وه.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې د الوتنو ټکني کېدو له امله افغانستان کې څلور زره پاکستانیان بند پاتې او په وینا یې ایستلو ته یې هڅې روانې دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي په دې اخته دي چې دغه ایسار شوي وګړي د تورخم دروازې له لارې بیرته واستول شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو سره عربستان لومړی هېواد و چې خپلې الوتنې یې له افغانستان سره بندې کړې.

له سعودي مخکې ترکیې هغو افغان ګډوالو ته چې د الوتنو له لارې دغه هېواد ته ستنېدل ۱۵ ورځنی قرنطین عملي کاوه خو الوتنې یې نه وې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG