د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د خاشقجي ثبت شوی غږ نه اورم، ځوروونکی دی


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي د جمال خاشقجي د قتل د غږیز ټیپ له جزییاتو خبر دی. جرمني په همدې تړاو د سعودي عربستان پر ١٨ وګړو د اروپا د شنکن ویزې حوزې ته د ننوتلو بندیز لګولی دی.

جمهور رئیس ټرمپ د فاکس نیوز د خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وژنې په اړه به د امریکا د حکومت هر اړخیز رپوټ د سه شنبې په ورځ (نوامبر ٢٠) ترلاسه کړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد ورته په مستقیمه ویلي دي چې د جمال خاشقچي په قتل کې لاس نه لري. جمهور رئیس ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د سعودي ولیعهد ورته درواغ ویلي دي وویل "نه پوهیږم، آیا څوک پوهیږي؟"

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي آی ای د پلټنو په بنسټ ښاغلی خاشقچي ښایي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی وي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د رپوټ له مخې د سي آی ای پلټنې ښیي چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د ښاغلي خاشقجي قتل د محظد بن سلمان د "شنه څراغ" له ورکولو پرته ممکن ندی.

پر سعودي اتباعو د جرمني بندیزونه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ وویل چې برلین ١٨ تنه سعودیان د اروپا د شنکن ویزې حوزې ته له ننوتلو بند کړي دي، ځکه پر هغوی تور لگول شوی چې د سعودي ژورنالیست خاشقچي په وژنه کې ښکیل دي.

ښاغلي ماس په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل ددغه تصمیم له اعلان کولو دمخه یې د فرانسې او بریتانیا سره مشوره کړې ده "پدغه قضیه کې تر ځوابونو پوښتنې زیاتې دي، پخپله ددغه جنایت او همداشان چې چایي د کولو امر کړی دی".

د امریکا بندیزونه

سعودي چارواکي وایي د خاشقجي وژنه تصادفي وه او زیاتوي چې چارواکو له خاشقجي غوښتل چې بیرته سعودي عربستان ته لاړ شي.

ترکي مقامات بیا وایي چې دغه وژنه عمدي وه او پر سعودي عربستان فشار راوړي چې تورن کسان دې په ترکیه کې محاکمه شي.

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت په روانه اونۍ کې په ١٧ سعودي چارواکو باندې چې پدغه وژنه کې یې رول لوبولی بندیزونه ولگول. د امریکا د کانگرس یو شمیر غړو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې پر سعودي عربستان باندې د وسلو د نه خرڅلاو په گډون پدې اړه نور اقدامات هم وکړي.

له بلې خوا د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د مړي پته لا نه ده موندل شوې، خو د هغه خپلوانو او دوستانو د تیرې جمعې په ورځ په ترکیې او سعودي عربستان کې د هغه غیابي جنازه وکړه.

XS
SM
MD
LG