د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې او سعودي کې د خاشقجي غیابي جنازه وشوه


د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د مړي پته لا نه ده موندل شوې، خو د هغه خپلوانو او دوستانو د جمعې په ورځ په ترکیې او سعودي عربستان کې د هغه غیابي جنازه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې د جمال خاشقجي قضیې چې د خپل هېواد د حکومت د اجنټانو له خوا د ترکیې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی پراخ نړیوال غبرګونونه درلودل او د سعودي سلطنتي دولت ته یې سرخوږی جوړ کړ.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د سعودي عربستان د لوی څارنوال مرستیال ویلي چې د ښاغلي خاشقجي د وژنې په تړاو به پنځه تورنو کسانو ته د مرګ سزا وغواړي.

څارنوال د چا نوم وانخیست خو لږ تر لږه دوه لوړپوړي چارواکي چې د ولیعهد محمد بن سلمان نږدې همکاران دي، په کې شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې د خاشقجي د قضیې په تړاو یې د سعودي عربستان د ولیعهد د پخواني لوړپوړي مشاور سعود القحطاني په ګډون پر ١٧ سعودیانو اقتصادي بندیزونه ولګول.

د دې سره سره چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په ګډون د سعودي عربستان غربي متحدین او ترکیه وایي چې د ښاغلي خاشقجي د وژنې وروستی مسؤلیت د محمد بن سلمان په غاړه دی، خو سعودي عربستان ټینګار کوي چې د هغه هېواد ولیعهد د دې کار سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

نن د مکې شریفې په ستر جومات او د خاشقجي په ټاټوبي مدینې شریفې په ستر جومات کې په لسګونو زرو کسانو هغه ته دعا وکړه، خو امامانو د ښاغلي خاشقجي نوم یاد نه کړ.

خو د استانبول په لوی جومات کې د ښاغلي خاشقچي روح ته د دعا پر وخت یو مصري لیبرال سیاستوال ایمان نور وویل:"هغه څه چې مونږ پرون د سعودي له څارنوال نه واورېدل انصاف نه دی".

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان، د تېرې شنبې په ورځ (نوامبر ١٠) وویل چې د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل ثبت شوی جریان یې له بریتانیا، فرانسې، جرمني، سعودي عربستان او د امریکا د متحده ایالاتو سره شریک کړی.

جمال خاشقچي د ٢٠١٨ کال د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و او هملته وژل شوی خو مړی یې تر اوسه نه دی پیدا شوی.

په ترکیې کې د سعودي قونسلګري
په ترکیې کې د سعودي قونسلګري

ترکي مقاماتو ویلي چې خاشقجي وروسته له هغې چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو مړی یې "ټوټه ټوټه" شوی او یو نامعلوم لورې ته انتقال شوی دی.

ریاض په لومړي سر کې د ترکي مقاماتو ادعاوې رد کړې خو د نړیوالو فشارونو وروسته یې ورو ورو تائید کړل چې دغه ژورنالیست په عمدي توګه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

خو د سعودي له تائید وروسته هم پر ریاض باندې نړیوال فشارونه راکم نشول.

اوس هم دغه شاهي دولت د نړیوالو فشارونو په ځانګړې توګه د بریتانیا، فرانسې، جرمني او تر یوه حده د امریکا له لورې تر فشار لاندې دی.

XS
SM
MD
LG