د لاس رسي وړ اتصالات

ساینسپوهان د مصنوعي وینې تولیدولو ته نژدې شوي دي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د طب په برخه کې په یو نوي پرمختګ کې یو خبر دا دی چې سایسنپوهان د مصنوعي وینې تولیدولو ته نور هم نژدې شوي چې که دا پروژه بریالۍ شي، د میلیونونو انسانانو ژوند به وژغورل شي.

د امریکا د مریلنډ پوهنتون د طب او فارمسي سایسنپوهانو په دې پروژې باندې کار پیل کړی چې شاوخوا ۴۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي.

د دغې تحقیقي پروژې یو ډاکټر الن په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دا مصنوعي وینه به ذخیره کېدای هم شي او د طبیعي وینې په توګه به انسان ته انتقالېدای شي.

په نړۍ کې هر کال لږ تر لږه دوه میلیون انسانان د خونریزۍ او یا وینې نه رسېدو له کبله مري. د انسانانو د مرګ یو بل لوی علت د وینې کموالی او په وخت سره د وینې نه رسېدل ګڼل کېږي، خو ساینسپوهان وايي چې دا مصنوعي وینه به ټولو ته د انتقال وړ وي.

ساینسپوهان وايي چې مصنوعي وینه به د طبیعي وینې ځای ونه نیسي بلکې یوازې به په هغو مواردو کې کارول کېږي چې رنځور ته د انسان وینه نشي رسېدای.

سایسنپوهان مخکې له دې چې دا مصنوعي وینه بازار ته وړاندې کړي، باید د دغې وینې د کارولو او مصونیت په اړه یو ډول ازموینې هم ترسره کړي، دا وینه د طبیعي وینې مشخصات لري.

سایسنپوهان به په لومړۍ مرحلې کې په دې تحقیق کوي چې د مصنوعي وینې په تطبیق سره د خونریزۍ مخه ونیسي، د ناروغ اړتیا وړ اکسیجن پوره کړي او د وینې د کموالي مخنیونه وکړي.

په دویمې مرحلې کې به سایسنپوهان په دې اړه تحقیق کوي چې څنګه په پیچلیو او سختو حالاتو کې ناروغ ته د مصنوعي وینې تدقیق او ارزونه وشي،‌ په دې مرحلې کې د مصنوعي وینې د ساتلو څرنګوالی هم شامل دی.

سایسنپوهان هڅه کوي چې په مشخص ډول د مصنوعي وینې د ساتلو چارې وارزوي چې وکولای شي په سختو شرایطو کې او د څو میاشتو لپاره دا وینه وساتل شي او د استفادې وړ وي.

د دغې پروژې مسولین وايي چې ښایي څلور کاله ونیسي چې یو اغیزناک، مصون او ژوند بخښوونکی تولید بشر ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG