د لاس رسي وړ اتصالات

په کښتیو کې د ایسارو پناه غوښتونکو سره مرسته کیږي


د دې کډوالو زیاتره برخه په برما کې د روهنگیا مسلمانان او د بنگله ډیش اوسېدونکي شامل دي
د دې کډوالو زیاتره برخه په برما کې د روهنگیا مسلمانان او د بنگله ډیش اوسېدونکي شامل دي

د اندونیزیا او مالیزیا حکومتونو موافقه کړې چې هغو په زرگونو کډوالو او د انساني قاچاق کوونکو له لوري شویو انسانانو ته مؤقتي پناه ورکړي چې په سمندر کې له نامعلوم وضعیت سره مخامخ دي.

د دې موافقې اعلان د اندونیزیا، مالیزیا او ټایلند هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له یوې غوڼډې وروسته وشو.

د انساني ناورین په پېښه کې چې د جنوب ختیځې آسیا هېوادونه ورسره لاس او گریوان دي، لمړنی پرمختگ دی چی د دې سېمی هېوادونو دا مسوولیت قبول کړ.

د ننۍ موافقې پر اساس مالیزیا او اندونیزیا به د هغو شاوخوا ٧٠٠٠ کډوالو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي چې په کښتیو کې ایسار پاتې دي او په یو معالوم حآلت کې شپې تېروي.

له غوڼډې څخه وروسته د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر حنیفه امان خبریالانو ته ووېل چې له دغو کډوالو سره د بشري مرستو د ورکولو ترڅنگ پر دې هم موافقه وشوه چې هغوی ته مؤقتي سرپناه هم ورکړل شي خو په دې شرط چې د هغوی د بېرته ځای پر ځای کولو بهیر په یوه کال کې دننه د نړېوالې ټولنې لخوا تر سره شي.

د کډوالو په دې ډله کې چې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي، زیاتره یې په برما کې د روهنگیا مسلمانان او د بنگله دیش اوسېدونکي دي چې د ناوړه چلند او بې وزلۍ په وجه ېې خپل هېوادونه پریښي دي او اوس په سمندر کې له لوږې او ناروغیو سره مخامخ دي.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په نننۍ غوڼډه کې د انسانانو قاچاق هم وغاندل شو او ژمنه وشوه چې د دې ډول ناوړه جرمونو د عاملینو د محاکمه کولو لپاره به د سیمې حکومتونه په انفرادي او په گډه توگه د ضروري گامونو اخیستو ته ادامه ورکړي.

د دې کډوالو له ډلې څخه نږدې ٣٠٠٠ تنه ژغورل شوي دي او یا ېې هم د مالیزیا، اندونیزیا او د ټایلند خاورې ته ځانونه رسولي دي.

خو د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکړی چې کیدایشي په زرگونه تنه نور هم له نامعالوم وضعیت سره مخامخ وي او مرستو ته اړیتا ولري.

دا بشري ناورین د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغه پیل شو چې د ټایلند حکومت د انساني قاچاق وړونکو یوه ستره شبکه چې روهنگیایي مسلمانان یې قاچاق کول، په نښه کړله.

په دې پېښه کې قاپاق وړونکي وتښتیدل خو په زرگونه تنه یې په سمندر کې په بیړیو کې پرېښول.

XS
SM
MD
LG