د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په ښځو باندې د طالبانو ځپونکي بندیزونه به نقدي او بشري مرستې کمې کړي


 
 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د چهار شنبې په ورځ مارچ ۸ (کب ۱۷) خبرداری ورکړ چې د ښځو په وړاندې به د طالبانو د حکومت ځپونکي اقدامات ښایي د بشري او نقدي مرستو د کموالي لامل شي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه چې د وړو بنسټیزو پروژو لپاره د بودیجې د برابریدو په اړه بحثونه هم د طالبانو د محدودیتونو له امله ځنډیدلي دي.

میرمن اوتنبایوا وویل: "که میرمنو ته د کار اجازه ورنکړل شي مرستې به احتمالا کمې شي. که د مرستو کچه راکمه شي نو د نقدو امریکایي ډالرو کچه به هم چې ددې مرستو ملاتړ کوي هم راکمه شي."

د یوناما مشري وویل چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ میلادي کال د افغانستان لپاره تر ټولو ستره ۴.۶ میلیارد ډالري مرسته غوښتې، هغه هیواد چې له دریو څخه دوه برخې وګړي یې چې کابو ۲۸ میلیونه کسان کیږي د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

میرمن اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، د طالبانو له خوا له ښوونځیو، پوهنتونونو او پارکونو څخه د میرمنو بې برخې کیدو او په غیرحکومتي سازمانونو کې د هغوی د کار مخنیوي دا مرسته له خطر سره مخ کړېده.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دغه خبرداری ورکوي چې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو پر افغان میرمنو سخت قیودات وضع کړي او هغوی یې له تعلیم او کار کولو څخه منع کړي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د مرستو د کموالي د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "واشنګټن پر مرستو د محدودیتونو د عواقبو پایلې څیړي او په دې اړه له ملګرو ملتونو سره له نږدې مشوره کوي."

هغه وویل متحده ایالات غواړي ډاډ رامنځ ته کړي چې "طالبان دا باطل خیال ونلري چې کولی شي دواړه ولري، هم کولی شي هغه ژمنې چې د افغانستان له خلکو سره یې کړي عملي نکړي او هم د نړیوالې ټولنې له خوا یې له عواقبو سره هم مخ نشي."

امریکا اوس هم د افغانستان ستر مرسته کوونکی هیواد ګڼل کیږي. دغه هیواد په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستې له پلان سره څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته وکړه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره، یادې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تر ثاني امر پورې بند کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې د میرمنو او نجونو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې درناوي لري او د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په پرانیستلو کار روان دی خو تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ ندی شوی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ استازي سرپرست نصیر احمد فایق د امنیت شورا د نن ورځې په غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شو وه وویل، طالبان د میرمنو او نجونو په وړاندې د خپلو سختو سیاستونو د له منځه وړلو په برخه کې یا نشي کولی او یا هم نغواړي چې ملي او نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووایي.

فایق زیاته کړه: "د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو د ادعا برخلاف چې په فقر کې ژوند کوي، طالبان د خلکو له ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت څخه د خپلو غوښتنو او د واک د پیاوړي کیدو لپاره د چاڼه وهلو د وسیلې په توګه کار اخلي."

یو شمیر نورو کسانو هم په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ضد غږ اوچت کړ.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه کار او زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي په اړه د اندیښنې په ښودلو وویل چې طالبان د مرسته کوونکو هیوادونو په وړاندې له تیر ایستونکو پالیسیو کار اخلي.

هغې وویل چې طالبان په غیر دولتي سازمانونو کې د میرمنو په کار په بندیز سره، د مرستو په ویش کې مداخله او د مرستو په ویش کې خنډ رامنځ‌ ته کوي.

نسیبه وویل: "هغوی په سیستماتیک ډول میرمنې او نجونې له خپلو بنیادي حقونو څخه بې برخې کوي. دا پریکړه له اسلام او یا هم د افغانانو له فرهنګ سره هیڅ ربط نلري او په نړیواله کچه د یاد هیواد د لا منزوي کیدو خطر زیاتوي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې وویل چې د طالبانو په واکمني کې افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو ځپونکی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG