د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین په جګړه کې د خپلو ۴۹۸ سرتیرو د وژل کیدو پخلی وکړ


د روسیې دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) د لومړي ځل لپاره دا تائید کړه چې پر اوکراین د هغه هیواد د برید د پیل راهیسې، ۴۹۸ روسي سرتیري وژل شوي او ۱۵۹۷ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري آژآنس د روسیې د انټرفاکس په حواله ویلي دا لومړی ځل دی چې روسیې په دې جګړه کې د خپلو تلفاتو راپور ورکړی دی.

دغې خبري رسنۍ همدارنګه څرګنده کړې چې په دې جګړه کې ۲۸۷۰ اوکرایني سرتیري او ملتپال هم وژل شوي دي.

بلخوا اوکراین ادعا کوي چې پر هغه هیواد د روسیې په برید کې چې شپږ ورځې وړاندې پيل شوی ۷۰۰۰ روسیي سرتیري وژل شوي او په سلګونه نور نیول شوي دي.

خو هغه شمیرې چې د مسکو او کیف له خوا وړاندې شوي تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا تائید شوي ندي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان تائید کړې چې د مارچ د لومړی نیټې تر نیمې شپې پورې پر اوکراین د روسیې د شپږ ورځني برید په جریان کې ۲۲۷ ملکي اوکراینیان وژل شوي او ۵۲۵ نور ټپیان دي.

ددې راپور له مخې د یادو تلفاتو ستر علت هغه انفجاري وسلې دي چې پراخې سیمې تخریبوي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د تلفاتو شمیر ممکن تر دې زیات وي ځکه د تلفاتو په اړه راپور ورکونه له ځنده سره مخ ده.

د اوکراین دویم ستر ښار خارکیف د چهارشنبې په ورځ مارچ دویمه (کب۱۱) د روسی ځواکونو له پراخ بمبار سره مخ وو، هغه برید چې د ملګرو ملتونو په یوې بیړنۍ غونډه کې د رایو‌ په اکثریت وغندل شو.

د اوکراین خارکیف ښار ۱.۵ میلیونه نفوس لري چې د اوکراین په ختیځ کې پروت دی.

وروسته له هغه چې روسیې ونشوای کړای د اوکراین ستر ښارونه ونیسي او د اوکراین په پوځ حاکم شي، امریکایي مقاماتو له دې مخکې ویلي وو چې روسیه به د ښارونو د کلابندیدو او د اکمالاتي لارو د بندیدو هڅه وکړي او بیا به له څو اړخونو پر ښارونو برید وکړي.

رویټرز خبري آژانس د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې روسي قواوو د ملکي کسانو سیمې هم بمبار کړي دي، اما مسکو دا ادعا رد کړې ده.

چارواکو ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په خارکیف ښار کې د روسیې د راکتونو او هوایي بریدونو له امله ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د پاول دوروګي په نامه یو ۳۶ کلن تصویر اخیستونکی چې د خارکیف مرکزي نقطې ته نږدې ژوند کوي، رویټرز ویلي دي چې روسي ځواکونو د ټلویزیون د څلي او د شورا د ودانۍ په ګډون یو شمیر نقاط بمبار کړی دي.

نوموړي ویلي:" اکثریت خلک نن ورځ‌ او‌ پرون شپه تر ډیره په تهکویو کې وو... روسان ښار ته نشي‌ننوتی نو له همدې امله له لري پر موږ بریدونه کوي."

د روسیې پوځي برید چې د فبروري په ۲۴ نیته پیل شوی، همدارنګه ددې لامل شوی چې په تیرو شپږ ورځو کې ۸۷۰ اوکراینیان خپل هیواد پریږدي، دا به ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر یوه اروپايي هیواد ستر برید دی.

XS
SM
MD
LG