د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او بلاروس لوبغاړي له نړیوالو لوبو بند شول


د لوبو یو شمېر نړیوالو فدراسیونونو په اوکراین د روسیې برید د اولمپیک د قرارداد خلاف بللی دی
د لوبو یو شمېر نړیوالو فدراسیونونو په اوکراین د روسیې برید د اولمپیک د قرارداد خلاف بللی دی

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ځواب کې د «بډمنټن، کښتۍ چلولو او سکي» نړیوالو فدراسیونونو د روسیې او بلاروس لوبغاړي د دغو لوبو په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کولو بند کړل.

د بلاروس لوبغاړي ځکه بند شوي چې دغه هېواد په اوکراین باندې د روسيې د یرغل لپاره د دغه هېواد سرتېرو ته لاره ورکړې وه چې اوکراین ته داخل شي.

دغو فدراسیونونو په خپلو اعلامیو کې په اوکراین باندې د روسیې بریدونه غندلي دي او دا یې د اولمپیک د قرارداد خلاف عمل بللی دی.

د «بډمنټن» نړیوال فدراسيون همدغه راز په روسيې او بلاروس کې پلان شوې لوبې هم لغوه کړي دي. د دغه بندیز سره سره به را روانه اونۍ د روسيې او بلاروس ځینې لوبغاړي په هسپانیا کې په یو لړ سیاليو کې برخه اخلي، خو هغوی به د روسيې استازیتوب نکوي.

د والیبال او سکیټينګ نړیوالو فدراسیونونو هم دا کار کړی دی. د باسکتبال فدراسیون د روسیې غړیتوب ځنډولی دی. د ټینس نړیوال فدراسیون اعلان کړی دی چې په روسيې او بلاروس کې به ټولې نړیوالې لوبې لغوه کوي.

د ټینس نړیوال فدراسیون ویلي دي چې د روسیې او بلاروس لوبغاړي په سیاليو کې برخه اخیستې شي، خو د خپلو هېوادونو بیرغونه به نه لېږدوي. د روسيې نړیوال بایسیکل ځغلوونکي به هم له ورته بندیزونو سره مخامخ شي.

د لامبا نړیوال فدراسیون هم په دغو هېوادونو کې نړیوالې لوبې لغوه کړي او ویلي دي چې د روسیې لوبغاړي به په انفرادي ډول په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

د فوټبال فدراسیون بیا روسیه په قطر کې د ۲۰۲۲ په نړیوال جام کې له ګډون څخه منع کړې او همدغه راز د ښځو د فوټبال ټیم ته به یې د اروپا په سیالیو کې هم د ګډون اجازه نه وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د اولمپيک او پارا اولمپیک کمېټو غوښتنه کړې ده چې د روسیې او بلاروس لوبغاړي دي د دغو سیاليو نړیوالو لوبو کې له ګډون څخه بند کړل شي.

روسيې تېره اونۍ په اوکراین یرغل وکړ چې د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي او شاوخوا ۵۰۰زره نور بېځایه شوي دي. امریکا او اروپا دا یرغل غندلی او په روسیې یې کلک بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG