د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: طالبانو سره جګړې لپاره باید د کماندویانو د بیرته تګ زمینه برابره شي 


د افغانستان په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال او د جمهوري ریاست پخوانی ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال او د جمهوري ریاست پخوانی ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال او د جمهوري ریاست پخوانی ویاند صدیق صدیقي وايي، له طالبانو سره د جګړې لپاره باید افغانستان ته د افغان کمانډو ځواکونو د تګ زمینه مساعده شي.

صدیقي په یو ټویټ کې لیکلي چې د کمانډو د راستنیدو او د سرتیرو د استخدام د اسانتیا لپاره باید "یو ولایت له طالبانو پاک شي".

هغه لیکلي: "د طالبانو تروریستي رژیم باید ړنګ شي. اړتیا ده چې د افغان پوځ د پخوانیو جنرالانو او جنګي متخصصینو یوه کاري ډله جوړه شي. دا ډله باید د هېواد د ازادۍ لپاره پر پوځي پلان کار وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې اته میاشتې وړاندې د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات امریکا غږ ته ویلي وو چې له جنرالانو، لوړ پوړو افسرانو او یو شمېر افغان سیاستوالو سره خبرې روانې دي او د پخوانیو پوځیانو په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو ځواکونو انسجام به ډېر ژر پیل شي.

سمیع سادات نن د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې "طالبان به د محدود وخت لپاره حکومت کوي او دا واکمني به یو ځل بیا پای ته رسیږي او افغانان به بیا خپله لاره ومومي."

هغه زیاته کړه: "اوس شپه او ورځ هڅه کوو چې خپل چمتووالی بشپړ کړو او افغانستان له ملایانو (طالبانو) خلاص کړو." خو نوموړي د دغو تياريو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

ښاغلي صدیقي هم د خپل وړاندیز په اړه نور معلومات ورنه کړل او ویې نه ویل چې ایا د ده څرګندونې د سمیع سادات له څرګندونو سره تړاو لري او که نه.

سادات ویلي وو چې ډېر ژر به د امنيتي ځواکونو په دریو نظامي، سياسي او ملکي برخو کې د انسجام طرحه پيل شي او د هغو څېرو د لرې کولو لړۍ به پيل شي، چې د جمهوري رياست په سقوط کې يې رول درلود، په فساد کې ښکېل وو، د مالکیت احساس او د جګړې روحیه یې نه درلودله.

سمیع سادات په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد د جګړې مشري په غاړه درلوده او په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو څو ورځې وړاندې کابل ته وبلل شو او د افغانستان د پلازمینې د امنیتي چارو د همغږۍ مسوولیت ورته وسپارل شو.

د سادات د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په یو ویډیويي پیغام کې ویلي: «که دغو جعلي جنرالانو وړتیا درلودای او کاري سړي وای، نو هغه پوځ به یې ساتلای وای چې له سلو میلیاردو ډالرو زیات لګښت او له ۵۰ څخه د زیاتو هیوادونو په مرسته جوړ شوی و."

اوس مهال یوازې په پنجشیر ولایت کې د مقاومت جبهه او د اندراب درې ولسوالۍ له طالبانو سره په جګړه بوختې دي، خو ښاغلي سادات ویلي وو چې ډېر ژر به د پخوانیو امنیتي ځواکونو ګوریلایي یا چرکي ډلې جوړې شي او خپل عملیات به پیل کړي.

د صديق صديقي دا نوې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په دې وروستيو ورځو کې د پوهنتونونو دروازې د ښځينه محصلينو پر مخ وتړلې؛ هغه اقدام چې د اسلامي هېوادونو په ګډون سخت نړيوال غبرګونونه راپارولي دي.

سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، پاکستان، اندونیزیا، قطر او د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو دغه کړنه غندلې او د دې ډلې له حکومته یې غوښتي چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.

طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو پرمخ د منځنیو او لېسو ښوونځیو دروازې وتړلې.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي» په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه عمده دلیلونه ګنلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم ټولې افغان نجونې د اسلامي حجاب په اغوستو سره ښوونځيو او پوهنتونونو تللې.

XS
SM
MD
LG