د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د استیضاح د محاکمې دویمه ورځ 


د امریکا د کانګرس د سنا دموکراتان د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د استیضاح محاکمې په ترڅ کې هڅه کوي هغه سناتوران چې د منصفه پلاوي غړي دي پدې باوري کړي چې ټرمپ د کانګرس په ماڼۍ باندې د "بلواګرو د برید په هڅولو" تورن کړي.

د سنا د استیضاح مدیران او د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۲) د محاکمې د پیل وروسته هر یو ۱۶ساعته وخت لري چې خپل دلیلونه وړاندې کړي. بیا به سناتوران څلور ساعته وخت ولري چې د قضیې په هکله پوښتنې وکړي.

د امریکا د سنا په غونډه کې چې د فبرورۍ په نهمه (سلواغې ۲۱) د غرمې وروسته پهیوه بجه پیل شوه د سنا د ۱۰۰غړو څخه ۵۶ غړو د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو په ملاتړ رایه ورکړه.

د غونډېپه پیل کې د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس څو غړو چې د دونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې مدیران دي د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو لپاره دلیلونه وړاندې کړل.

دموکراتو وکیلانو استدلال وکړ چې د جنورۍ په شپږمه کله چې کانګرس هڅه کوله د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې چې جو بایډن په کې بریالی اعلان شوی و تائید کړي، ښاغلي ټرمپ په هماغه شیبه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې هغوی "د کانګرس پر مقر باندې یرغل ته" هڅولي وو.

خو د ښاغلي ټرمپ حقوقي ډلې پدې باندې ټینګار سره چې ښاغلی ټرمپ نور جمهور رئیس ندی د هغه محاکمه "د خندا وړاو د اساسي قانون خلاف" وګڼله.

تیره میاشت جمهوري غوښتونکي سناتور راند پاول چې د ښاغلي ټرمپ سخت ملاتړی دی هڅه وکړه چې دغه محاکمه د اساسي قانون سره د ټکر درلودلو په خاطر وځنډوي، خو پنځه جمهوري غوښتونکي سناتوران د ۵۰دموکراتو سناتورانو سره یوځای شول او د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو لپاره یې رایه ورکړه.

د سه شنبې د ورځې په نوې رای اچونه کې یو بل جمهوري غوښتونکی سناتور هم د هغو سناتورانو سره یوځای شو چې د دونالد ټرمپ محاکمه کیدل غواړي.

خو د ښاغلي ټرمپ د محکومیت لپاره باید د سنا د دریو څخه دوه برخې پر هغه باندژ لګیدلي تورونه تائید کړي. پوې معنی چې لږ تر لږه ۱۱ نور جمهوري غوښتونکي سناتوران باید هم د ښاغلي ټرمپ پر ضد رایه ورکړي.

دا چې د استیضاح د محاکمې نتیجه به څه وي، خو دونالډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د څه دپاسه ۲۰۰ کالو په تاریخ کې د امریکا یواځنی جمهور رئیس دی چې د جمهوري ریاست په یوه دوره کې دوه ځلې استیضاح کیږي.

XS
SM
MD
LG