د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ته د سنا خبرداری: د عسکرو په ایستلو کې بیړه مه کوه


د امریکا د مشرانو جرگې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړیدی چې د افغانستان او د سورې نه دې د عسکرو په ایستلو کې بیړه نه کوي تر څو د القاعدی او د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونو او وړتیاو ته پوره نظر کتنه ونه شي.

د امریکا د سنا زیاتره غړي د ولسمشر ټرمپ د سوریې او افغانستان نه د عسکرو را رایستلو پریکړې اندیښمن کړیدي او وایي چې بیړه کول به القاعدی او اسلامي دولت ډلې ته مواقع برابرې کړي چې بیا منظمه شي.

د امریکا په سنا کې د فرورۍ په ۴ د یوې لایحې په طرفدارۍ رایگیري وشوه. د دغې رایگیرۍ په اساس ٧٠ غړیو د سوریې او افغانستان نه د عسکرو په را ایستلو کې د بیړې د نه کولو طرفداري وکړه البته ٢۴ غړي بیا د ټرمپ د پریکړې سره موافق دي.

سناتور مچ مکونل په سنا کې دغه پریکړه لیک د بهرنو چارو د یوې لایحې په توگه وړاندی کړ او خبردارې یې ورکړ چې د دغو دواړو ملکونو نه د عسکرو په بیرته ایستلو کې تادي کول به ترهگرو ډلو ته گټه ورسوي او په دغه سیمه کې به خلا پیدا کړي چې ایران او روسیه به یې ډکه کړي.

د سنا دغه پریکړه لیک کې لیکل شوي چې ولسمشر ټرمپ دې اول د القاعدې او داعش ته د ماتی ورکولو لپاره یوه تگلاره جوړه کړي.

ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ یعني د «جنورۍ په ٢٩مه» په سپینې ماڼۍ کې ویلي و چې که د افغان طالبانو سره د سولې موافقه وشوه نو هغه به د افغانستان نه ټول امریکایي عسکر بیرته وباسي.

XS
SM
MD
LG