د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران ګوتیریش ته: د بشري حقونو د نقض له امله طالبانو څخه حساب وغواړئ


په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدو د یو کلنۍ په درشل کې یو شمیر امریکایي سناتورانو د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځمه) له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د افغان نجونو او میرمنو په برخې کې د بې باکانه بریدونو له امله، له طالبانو څخه حساب وغواړي.

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي سناتورانو باب مننډز، د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیتې مشر جیم رش، سناتورې جین شاهین او سناتور جوني ارنست د ملګرو ملتونو څخه په یو لیک کې غوښتي دي چې د هدفمندو اقداماتو په کولو سره د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو د دوامداره نقض له امله طالبانو څخه پوښتنه وکړي.

د امریکایي سناتورانو د لیک په یوې برخه کې راغلي:" په داسې حال کې چې طالبان د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو د له منځه وړلو په هڅه کې دي، موږ باید کرار پاتې نشو. په دې شیبه کې ملګري ملتونه فرصت لري چې معنی داره اقدامات وکړي او نړۍ ته روښانه او ښکاره پیغام واستوي چې غړي هیوادونه یې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او میرمنو د بشري حقونو څخه دفاع کوي."

که څه هم طالبان وایي په افغانستان کې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته ژمن دي او ښځو او نجونو ته به د اسلامي‌ شریعت پر اساس حقونه ورکړي خو د افغانستان په اکثریت برخو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بند دي.

امریکایي سناتورانو همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي دي چې د طالبانو د رهبرانو د سفرونو د مخنیوي لپاره د ۱۹۸۸ کال بندیزونه بیا ولګوي څو هغوی سفرونه ونشي کړای.

سناتورانو په خپل لیک کې د ملګرو ملتونو‌ له سرمنشي انتونیو ګوتیریش څخه په ټینګار غوښتي دي چې ډاډ رامنځ ته کړي څو طالبان د ملګرو ملتونو په سازمان کې رسمي دیپلوماتیک حضور پیدا نکړي.

دغو سناتورانو همدارنګه ویلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوی (یوناما) باید د میرمنو بشري حقونو ارزښت لوړ کړي او د هغوی د وړتیاوو د لوړیدو لپاره ډیرې میرمنې په کار وګماري او ډاډ ترلاسه کړي چې میرمنې د مذاکراتو او سیاسي بحثونو برخه دي.

امریکایي سناتورانو زیاته کړې، ملګري ملتونه عادي افغانانو ته له زیان رسیدو پرته پر طالبانو د تاثیر ایښودلو ښه فرصت لري او له یاد سازمان څخه غواړي چې ددې کار لپاره له موجودو امکاناتو کار واخلي.

دغو امریکایي سناتورانو همدارنګه د ملګرو ملتونو پر مرستندویه اداراتو فشار اچولی چې د مرستې رسونې د داسې یوې تګلارې د ساتلو لپاره چې پکې په ټولو سکټورونو کې ښځینه کارکوونکي وي او ډاډ رامنځ ته شي چې افغان میرمنې او نجونې په مساوي ډول بشري مرستو ته لاسرسی لري، هڅه وکړي.

سناتورانو په لیک کې زیاته کړې:" موږ په هغو راپورونو اندیښنه لرو چې د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارو په سیمه ایزه کچه د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د حضور پرته د مرستو د ویش په برخه کې جوړجاړی کړی دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د امریکایي سناتورانو‌ په لیک کې له هغه څخه غوښتل شوي چې ډاډ رامنځ ته کړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې د افغان میرمنو او نجونو ساتنه او د هغوی له توانمندۍ سره مرسته کوي.

د طالبانو د مالیې وزارت څو ورځې مخکې د یاد وزارت ښځینه کار کوونکو څخه وغوښتل چې په خپل ځای دې د خپلې کورنۍ نارینه کار او دندې ته معرفي کړي.

خو په دې اړه له پراخو غبرګونونو وروسته، د طالبانو د مالیې وزارت وویل چې دا یوازې یو وړاندیز وو او ښځینه کارکوونکي د انتخاب حق لري.

XS
SM
MD
LG