د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: نړۍ دې د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هلې ځلې وکړي


د افغان نجونو ښوونځي
د افغان نجونو ښوونځي

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له تعلیم څخه د افغان نجونو د محرومیت او د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه هلې ځلې وکړي.

دا سازمان وايي چې د ښوونځیو بندول افغان نجونو او کورنیو ته ویجاړوونکي عواقب لري.

د بشري حقونو د څار سازمان نن چهارشنبه جون ۱۳ (چنګاښ ۲۲) په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. دغه سازمان په اعلامیې کې د خپلې یوې تحقیق کوونکې سحر فطرت له خولې لیکلي دي: «د هغو یو شمېر غښتلیو افغان مېرمنو څخه منندوی یو چې له موږ سره یې خبرې وکړې. نړۍ باید د هغوی خبرې واوري او د دغه ټکان ورکونکي ستم د ختمولو لپاره نورې هلې ځلې وکړي.»

میرمن سحر له تعلیم څخه د افغان نجونو محرومول له باور څخه لېري بللي او ویلي دي چې میلیونونه افغان نجونې داسې فرصت او ارمانونه له لاسه ورکوي چې بیا به یې هېڅکله هم بېرته ترلاسه نشي کړای.

د یو شمېر مسلمانو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له تاکيد سره سره طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي بند ساتلي دي. نړیواله ټولنه وايي طالب مشرانو ورته دا ژمنه ورکړې وه چې دا ښوونځي به خلاصوي.

د بشري حقونود څار سازمان یوه ویدیو هم خپره کړې ده او ویلي یي دي چې ۳۰۰ ورځې وشوې چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونوښوونځي تړل شوي دي.

دا سازمان وايي چې له شپږو افغان ښځو سره یې خبرې کړي دي چې فلم جوړوونکې تمنا ایازي، د بشري حقونو د سازمان محققه سحر فطرت، یلدا حکیم خبریاله، زهرا جویا خبریاله، الهه سرور سندرغاړې او د ښځو د حقونو له فعالې هیله یون په کې شامل دي.

وايي دوی ورته د تعلیم له برکته په خپل ژوند کې د پرمختګونو او همدغه راز له تعلیم څخه د افغان نجونو د اوسني نسل د محرومیت د بدو عواقبو په اړه غږېدلي دي.

دا څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو دعالمانو د شورا مشر امریکا غږ ته وویل چې تر شپږم ټولګي ورپورته به ژر د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت ته منسوب یو مکتوب خپور شو چې په کې ویل شوي وو د پنجشنبې په ورځ به د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه خبري کنفرانس ورکوي، خو د دغه وزارت ویاند ژر دا ادعا رد او دا مکتوب یې جعلي وباله.

XS
SM
MD
LG