د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: طالبانو په اندراب او خوست فرنګ ولسوالیو کې 'بشري حقونه' نقض کړي


د افغانستان د جمعیت اسلامي د یوې خاښې مشر صلاح الدين رباني
د افغانستان د جمعیت اسلامي د یوې خاښې مشر صلاح الدين رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبان د بغلان ولایت د اندراب په درې ګونو ولسوالیو او خوست فرنګ ولسوالۍ کې د 'بشري حقونو‌' په نقض تورن کړل.

رباني په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي:" طآلبانو د افغانستان د خلکو په وړانندې د خپلو جنګي جنایاتو په دوام، په اندراب او د بغلان ولایت په خوست کې په ظلم او پراخ ناورین لاس پورې کړی دی. د ده صلاح ولسوالۍ په کاسه تراش کلي کې د یو تنکي ځوان نیول او د هغه د سر غوڅول، په قاسان ولسوالۍ کې د ملکي کسانو وژنه، د کورونو پلټنه او په زور کډه کولو ته د خلکو اړ ایستل، د طالبانو له خوا د بشري حقونو او جنګي موازینو د نقض هر اړخیزې نمونې دي."

رباني چې د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشري هم په غاړه لري، پخوا د سولې د عالي شورا رئیس هم وو او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په بهر کې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د صلاح الدنی رباني ددغو تورونو په اړه غبرګون ندی څرګند ښکاره کړی.

خو په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت مسئولینو د «ولسي خلکو» وژل رد کړي او هغه یې بې اساسه ادعا بللې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د جمهوري حکومت تر ړنګیدو وروسته، د اندراب په درې ګونو ولسوالیو، د خوست او فرنګ په ولسوالۍ او د پنجشیر ولایت په یو شمیر برخو کې د مقاومت جبهې د غړو او د طابانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

ډیری هغه کسان چې د اندراب په درې ګونو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد جنګیږي، اکثریت یې د افغانستان د پخواني پوځ په لیکو کې په دندو بوخت وو.

XS
SM
MD
LG