د لاس رسي وړ اتصالات

الیس ویلز د پاکستان سره په افغانستان او ترهګرۍ گړیږي


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکې الیس ویلز د چهارشنبې په ورځ په یو رسمي سفر اسلام آباد ته رسیدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز به د پاکستاني چارواکو سره د امریکا "د جنوبي اسیا په ستراتیژۍ او د ترهگرو ډلو په نابودولو کې د پاکستان په ژمنو او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداگریزو اړیکو خبرې وکړي".

میرمن ویلز پاکستان ته د رسیدو سره سم د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له سکرترې تهمینه جنجوعه سره د امریکا او پاکستان پر اړیکو، د افغانستان د سولې د پروسې، سیمه یزو او نړیوالو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې میرمن ویلز به د پاکستان د حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وگوري او د بهرنیو چارو وزارت په وینا میرمن ویلز به د کراچۍ ښار ته هم لاړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې میرمن ویلز به په کراچۍ کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو او سوداگرو سره وگوري او د "غښتلو اقتصادي او خلکو ترمنځ د اړیکو د رامنځ ته کیدو په روانو هڅو به خبرې وکړي".

میرمن ویلز چې په اسلام آباد کې یې د امریکا په سفارت کې د سیاسي چارواکې په توگه هم دنده ترسره کړې د جنورۍ په میاشت هم پاکستان ته تللې وه چې د امریکا د ملي امنیت د شورا لوړپوړي غړي هم ورسره وو.

د جنورۍ په میاشت کې پاکستان د سفر په ترڅ کې میرمن ویلز په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره د پاکستان په اهمیت ټینگار کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د سه شنبې په ورځ (د مارچ ٢٧) په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سولې په کنفرانس کې وویل چې پر طالبانو باندې ډله ییز فشار ته اړتیا ده چې تاوتریخوالي ته شا کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې هیواد یې تل د افغانستان د کړکیچ د سیاسي حل غوښتونکی و او دی. هغه همداشان وویل چې د سولې میز ته د طالبانو راستل او په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین د نړیوالې ټولنې گډ مسؤلیت دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي توگه د ولسمشر غني د سولې د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز ته رسمي ځواب ندی ویلی.

XS
SM
MD
LG