د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران افغان ژباړونکو ته ځانگړې ویزې غواړي


د امریکا د کانگرس غړي د هغه افغانانو لپاره د امریکا د ویزو کوښښ کوي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره کار کړیدی.

د کانگرس غړیو یوه لایحه وړاندې کړیده چې په روان کال (٢٠١٩) کې دې د افغانانو د مهاجرت لپاره ځانگړې ویزې (SIV) ورکړل شي او هغو مشکلاتو ته دې هم کتنه وشي چې افغانانو ته په ویزو ورکول کې د خنډ سبب شویدي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي او د دیموکرات گوند د کانگرس غړي کوښښ کوي چې امریکا دې هغه افغانانو ته د مهاجرت ځانگړې ویزې ورکړي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره کارونه کړیدي او هم لدې کبله یې ژوند د خطر سره مخ دی.

د امریکا ملي داډیو (این پي آر) د می په لمړۍ نیټه رپورټ خپور کړی و چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه افغانانو لپاره د مهاجرت ځانگړې ویزې ٦٠٪ راکمې کړیدي چې د امریکایي عسکرو لپاره یې خپل ژوند د خطر سره مخامخ کړی وي.

په ٢٠١٨ کال کې افغانانو ته ١،٦٥٠ ویزې ورکړل شویدي چې دغه شمیر په ٢٠١٧ کال کې ۴٠٠٠ و.

دغه لایحه د دیموکرات گوند سناتورې جین شاهین د جمهوري غوښتونکي سناتورانو، تهام تیلیس او رچرډ بلیو منټل، راجر وکر، کوری گارډنر، جیک ریډ او ټم کین وړاندې کړه.

د دغې لایحې ملاتړ کونکي وایي چې واشنگټن د هغو افغانانو خوندیتوب ته اړ دی چې د امریکایي عسکرو سره کار کوي چې سیمه ایز ملاتړ راجلب کړي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ قوماندان جنرال اسټن ملر سناتورې شاهین ته په یو لیک کې د دغې لایحې ملاتړ څرگند کړیدی او ویلي یې دي چې دغه په افغانستان کې د کامیابۍ لپاره ډیره مهمه ده.

سناتوره شاهین تیر کال هم، د پخواني سناتور جان مکین سره یو ځاې دغه ډول یوه لایحه وړاندې کړي وه چې اوس یې میرمن سنډي مکیکین د دغې لایحې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG