د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما کندز کې د بهرنیو ځواکونو برید کې د ۱۳ملکیانو وژل تائید کړه


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ساسي استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، د دوی موندنې ښيي چې په کندز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو به هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ د «وري پر ۵مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه هوايي حمله کې درې نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي"د لومړنیو موندنو له مخې، د افغان پلوه ځواکونو د ملاتړ په موخه د نړیوالو ځواکونو د هوایي برید له کبله د شنبه په شپه په کندز کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، ماموریت د هغو لمړنیو پایلو په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي چي ښیي د قربانیانو لس تنه ماشومان دي. هغوی د هغې کورنۍ غړي دي چې د جګړو له امله بیځایه شوي وو."

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو موضوع له جدي موضوعاتو څخه ده چې خلکو یې په اړه تل تند غبرګون ښودلی دی
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو موضوع له جدي موضوعاتو څخه ده چې خلکو یې په اړه تل تند غبرګون ښودلی دی

بیان وايي چې دغه پېښه د شنبې په شپه کندز ښار ته نژدې په تلوکه سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د دولت پلوه ځواکونو د عملیاتو پرمهال رامنځته شوې ده.

یوناما همدارنګه ویلي، چې په دغه پېښه کې د ټولو ملکي تلفاتو د تایید په اړه کار روان دی.

په دغه اعلامیه کې یوناما یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي:"ښکېل اړخونه هڅول کیږي چې د خپلو موندنو پایلې خپرې او همدارنګه قربانیانو ته مناسبه خساره ورکړي."

که څه هم تر دامهاله په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په دې اړه تبصره نه ده کړې،خو د جمعې په ورځ یې په کندز کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په کندز کې د هوايي بریدونو پرمهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه څېړنې کوي.

دفاع وزارت ویلي، سیمې ته یې پلاوی استولی او زیاتوي که چیري په دغه هوايي حمله کې افغان سرتېري دخیل وبلل شي عاملین به یې مجازات شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما د دفتر د راپور له‌مخې په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي حملو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نسبت ۲۰۱۷ میلادي کال ته ۲۴ سلنه زیاته وه.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي وروستي راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي چې ولسمشر غني‌ څو ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

ولسمشر غني‌ افغان ځواکونو ته امر کړی چې د عملیاتو پرمهال د ملکي‌ وګړو ژوند ته پام وکړي.

ولسمشر غني مخکې ویلي و چې د ملکي تلفاتو د خبر په اورېدو سخت ځورېږي
ولسمشر غني مخکې ویلي و چې د ملکي تلفاتو د خبر په اورېدو سخت ځورېږي

ښاغلي‌ غني همدارنګه وویل، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور په اورېدو د بل هر افغان په شان سخت ځورېږي.

غني: د ملکي‌ تلفاتو په اړه لکه بل هر افغان «سخت» ځورېږم

۲۰۱۸ کال کې ۲۶۱۵ ملکیان وژل شوي ـ د عدالت غوښتنې ګروپ

په روانه جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ امریکا غږ ته وویل چې د دغه میاشتې تر ۱۲ مې نېټې په افغانستان کې په هوايي بریدونو او وسله والو نښتو کې ۷۳ ملکي‌ وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG