د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدل اوه ملکیان وژلي


د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په کندز کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو پېښه کې اوه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې پېښه تېره شپه د کندز ښار اړوند تلوکه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د دفاع وزارت د بیان له مخې په پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې دغه هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دی، خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

د کندز ولایت ویاند عصمت الله مرادي وايي چې د پېښې ټول قربانیان ملکی خلک دي.

د کندز هغه خلک چې په کلیو کې اوسیږي وايي وسله وال طالبان د دوی له کورونو د سنګرونو په څیر استفاده کوي چې په نتیجه کې دوي ته تلفات اوړي.

د کندوز د باغ شرکت د سیمې یو تن اوسیدونکی ممتاز وايي چې طالبان د شپې له خوا د دوي کورونو ته ورځي او تر فرمایشي ډوډۍ خوړو وروسته یې په حجرو کې شپه کوي چې اکثر وخت پر طالبانو د بمبار په نتیجه کې عامو خلکو ته زیان اوړي.

هغه زیاتوي چې د دوي زیات شمیر کلیوال په دې خاطر چې طالبانو ته یې ډوډۍ نه شوه ورکولای له سیمې کډه شوي دي او اوس په ښار کې ژوند کوي.

د کندز په ښار کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې روانه اونۍ د دغه ولایت په دشت‌ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

تیره ورځ د کندز سیمه‌ييزو چارواکو د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه د طالبانو په شا تمبولو خبر ورکړ.

د کندز اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو په تړاو اندېښنه ښيي او له افغان حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي، خو د کندز د والي ویاند وايي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

XS
SM
MD
LG