د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د موټرو په ټکر کې ۱۷ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په چین کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد د جیانګشي په ولایت کې په سیمه ایز وخت یکشنبه جنوري ۸ (مرغومي۱۸) د موټر په ټکر کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړي شوي او ۲۲ نور ټپي شویدي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې ټپي شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي. د موټرو د ټکر علت تر اوسه ندی معلوم او چارواکو ویلي چې پدې هکله یې پلټنې پیل کړیدي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې دا پیښه هغه وخت وشوه چې یو لارۍ موټر جنازې ته روان کسان ووهل.

د سیمې اوسیدونکو مطبوعاتو ته ویلي چې په پیښه کې ډیری وژل شوي او ټپي شوي هغه کسان و چې د جنازې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه.

پولیسو ویلې چې د پیښې په ځای کې لوخړه ډیره وه او همدا ښایي د پیښې سبب شوې وه خو هغوي وایي چې د دقیق علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړي.

ترافیکو د مطبوعاتو د لارې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د لوخړې له کبله په سړک کې موټر په سمه توګه نه ښکاري او له همدې کبله یې د پوره احتیاط کولو غوښتنه کړې وه.


په چین کې د خوندیتوب د کنټرول لپاره لارې چارې په سمه توګه نه مراعت کیږي او له همدې کبله پدې هیواد کې د موټرو دا شان ټکرونه معمولا کیږي.
تیره میاشت هم د دې هیواد په مرکزې برخې کې د موټرو په ټکر چې سلګونه موټر د یو بل سره د لوخړې له کبله لګیدلي و، یو تن پکې مړ شوی و.

او د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې هم ۲۷ کسان هغه وخت مړه شول چې بس د سړک څخه لاندې ولویده.

XS
SM
MD
LG