د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې ادعا څېړي


له نړیوالو غبرګونونو وروسته د افغانستان لویه څارنوالۍ تصمیم نیولی، چې په لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې په اړه ادعاوې وڅېړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ، د دغې ادارې د مرستیال نورحبیب جلال په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی، تر څو د لوګر ولایت په ځینو ښوونځو کې د زده کونکو پر وړاندې د جنسي ځورونې ادعاوې وڅیړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر پر۴مه «لېندۍ۱۳مه»امریکا غږ ته وویل، چې دغه پلاوي رسماً خپل کار پیل کړی او پایلې به یې له خلکو سره بشریکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په لوګر کې د ښوونځي له ماشومانو څخه جنسي استفادې په اړه راپورونه خواشینونکي یاد کړي دي.

مېرمن ویلز په خپل ټویټر کې لیکلي دي:"موږ د لویې څارنوالۍ په ګډون له افغان مسوولینو څخه غواړو، چې په لوګر کې د ښوونځیو له زدکوونکو څخه د جنسي ځورونې د خواشینوونکو خپاره شوو راپورونو په اړه قاطع اقدام وکړي".

د مېرمن ویلز په وینا، جنسي ځورونه مخصوصا"بچه بازي" په هیڅ یوه ټولنه کې ځای نه‌لري.

له دې وړاندې د بشري حقونو کمېسیون هم ویلي وه، چې چمتو دي په لوګر کې د ښوونځیو له نارینه زده کوونکو څخه د جنسي ګټې اخیستنې په اړه څېړنې وکړي.

تېره نومبر میاشت د موسی محمودي په نوم د لوګر ولایت د مدني ټولنې مشر په لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه د خپلې څېړنې معلومات له ګارډین ورځپاڼې سره شریک کړل، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

XS
SM
MD
LG