د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړی شفق په لوبو کې د فساد له کبله له کرکټ بند شو


شفیق الله شفق لومړی افغان لوبغاړی شو چې په لوبو کې د درغلیو له کبله له لوبو بندیږي
شفیق الله شفق لومړی افغان لوبغاړی شو چې په لوبو کې د درغلیو له کبله له لوبو بندیږي

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق شفق یې په لوبو کې د فساد او درغلیو له کبله شپږکاله له هر ډول کرکټ څخه بند کړ.

په دې سره شفیق الله شفق د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په لوبو کې د فساد او درغلیو له کبله داسې سزا ورکول کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې شفق دغه "سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو/هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا(BPL) کې ترسره کړې دي."

وايي دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پېسې اخیستې، له هغوی سره یې نژدې اړیکې پاللې او همدغه راز هڅه یې کړې ده چې یو بل افغان لوبغاړی هم وهڅوي چې د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلي وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي: "دا د نه منلو عمل او سپکاوی دی چې د ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې په ستره کچه فساد کې ښکېل وي او همدارنګه یې د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم په فساد کې د نورو لوبغاړو د ښکېلولو هڅه کړې وي، خو په دغه چاره کې بریالی شوی نه وي، دا په ټوله کې د نورو ورته لوبغاړو لپاره هم له عبرت ډک پیغام دی چې ګني د دوی ورته غیراصولي کړنې به د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې هیڅکله هم پټې پاتې نه شي."

د بورډ اعلامیه وایي چې ښاغلي شفق په خپلو "جرمونو اعتراف" کړی دی.

اعلامیه وايي: "شفیق الله شفق د دغې قضیې په څېړنو کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې بشپړه همکاري وکړه، که احیاناً نوموړي له موږ سره همکاري نه وی کړې نو د دې امکان و چې شفق له لا ډېر بندیز سره مخ شوی وی."

تراوسه شفیق الله شفق په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG