د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ لوبو کې د فساد له کبله پر شفیق الله شفق بندیز ولګوه


شفیق الله شفق
شفیق الله شفق

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق یې په لوبو کې د درغلیو او فساد له کبله بندیز لګولی دی.

بورډ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له نن (فبروري۱۰) تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندیز ولګېده."

شفیق الله شفق تورن دی چې د افغانستان د کرکټ په پریمیرلیګ کې د لوبو پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون مات کړی دی.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي: "د نوموړي سرغړونې، د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پر مهال او دغه راز د یوې بلې دوسېې اړوند دي چې پکې نوموړی له قانون پر سرغړونې تورن شوی دی."

د بورډ په اعلامیه کې په دې اړه نور وضاحت ورکړل شوی نه دی. شفیق الله شفق لومړی افغان لوبغاړی دی چې ظاهرآ په لوبو کې د فساد له کبله پرې بندیز لګول کیږي.

د افغانستان د کرکټ پريمیرلیګ په ۲۰۱۸ کال کې وشو چې د فساد یو لړ ادعاوې هم په کې وشوې. کرکټ بورډ ځینې چارواکي هم په دې اړه له دندو وشړل.

د افغانستان کرکټ بورډ شفیق الله شفق ته دوې اونۍ وخت ورکړی چې پرې د لګول شویو تورونو ځواب ووايي. شفق د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی دی چې ویکټ هم ساتي او بېټېنګ هم کولی شي.

XS
SM
MD
LG